ازبکستان افغانستان ته د صادراتي برېښنا کچه له نيمايي زياته کمه کړې

د عکس سرچینه، Reuters
په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي برېښنا شرکت وايي، اوزبکستان افغانستان ته صادراتي برېښنا کچه له ۴۳۰ ميګاواټو څخه ۲۰۰ ميګاواټو ته راټيټ کړې ده.
د برېښنا شرکت وايي، اوزبک چارواکو لس ورځې وړاندې ورته ويلي وو چې د تخنيکي ستونزو له کبله دغه کمښت به لنډمهالی وي خو وايي اوس لا هم په همغه کمه اندازه برېښنا افغانستان ته صادروي.
د برېښنا شرکت علمياتي مشر صفي الله احمدزي کابل کې خبريالانو ته ويلي چې په دې اړه يې له ازبکستان سره مخامخ او دغه راز د بهرنيو چارو وزارت له لارې اړيکي نيولې دي.
په ساړه ژمي کې ګڼ کسان د برېښنا له نشتوالي سر ټکوي دا په داسې حال کې ده چې سره صليب نړیوالې کمېټې چارواکو ويلي، افغانان به د را روان ژمي په ډېرېدونکو کړاونو کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره له ډېرو کړاونو سره مخ وي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي مشر ویلي په افغانستان کې اقتصادي تنګسې او پر طالبانو لګېدلو بندیزونو وضعیت لا ترېنګلی کړی، د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې او دې ډېرو خلکو ته ګوزاره ګرانه کړې ده.
د برېښنا شرکت وياند حکمت الله ميوندي خبري غونډې ته ويلي چې د دغه شرکت د پورونو راټولو په تړاو د طالبانو رياست الوزرا د حکم صادرېدو راهيسې يې له ميليارد افغانيو ډېر پورونه راټول کړي او د برېښنا شرکت ډېره اندازه غصب شوې ځمکه يې هم بېرته ترلاسه کړې ده.
افغانستان د خپلو برېښنايي ستونزو د اوارولو لپاره له ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان برېښنا واردوي.
د افغانستان ۷۷ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران واردېږي.
افغانستان کې تولیدي برېښنا نژدې ۱۹ سلنه د دغه هېواد اړتیا پوره کوي، چې څلور سلنه له حرارتي او نوېدونکې انرژۍ او پاتې له اوبو تولېدي.








