برېښنا شرکت: که پوروړي سياستوال پيسې رانکړي، جايدادونه يې ضبطوو

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت خبرداری ورکړی چې که پخواني پوروړي سیاستوال يې پور ورنکړي بل ځل به یې جایدادونه ضبط شي.
په تېره یوه لسیزه کې د ځینو سیاسي څېرو او زورواکانو د برېښنا بېل نه پرې کېدل د برېښنا شرکت پر وړاندې یوه لویه ننګونه وه او له همدې امله به به ځينې وخت دغه شرکت ګاونډیو هېوادونو ته د وارداتي برېښنا د پیسو په ورکړه کې پاتې و.
اوس د طالبانو حکومت وايي چې د استخباراتو د ادارې په همکارۍ یې د برېښنا شرکت ۶۸۱ مېلیونه افغانۍ پور راټول کړی.
د طالبانو په مدیریت د افغانستان د برېښنا ملي شرکت ویاند حکمت الله ميوندي وايي، دغه پیسې له پخوانیو سیاستوالو، زورواکانو، شرکتونو او صنعتي او سوداګریزو مرکزونو اخیستل شوي.
هغه خبرداری ورکړ چې که پوروړي سیاستوال د برېښنا بېلونه پرې نه کړي نو په بل اقدام کې به یې ملکیتونه ضبط کړي.
ښاغلي میوندي وايي، د امنيتي او استخباراتي بنسټونو په ګډون یو کمیسیون يې جوړ کړی چې د برېښنا شرکت د پورونو په اخیستو کې به لاس په کار کېږي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي همدا اوس هم دا سياستوال پنځه سوه مېلیونه افغانۍ پوروړي دي.
د برېښنا شرکت ویاند وايي، یوازې د دوو اونیو په اوږدو کې په کابل ښار کې ۳۲۹ پوروړي پېژندل شوي چې له دې شمېره ۳۳ کسانو يې له شپږو میلیونو افغانۍ ډېر پور بېرته ورکړی.

د برېښنا شرکت ویاند په دې اړه چې برېښنا په استوګن سیمو کې ډېره پرچاوېږي وویل، د ورځې برېښنا تر ډېره په توليدي کارځایونو کې په کار وي او هغوی ته ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د ژمي په اوږدو کې د کورنۍ برېښنا د تولید فعال ساتلو ته يې اوبه سپمولې تر څو د ژمي په اوږدو کې د برېښنا د بندونو د توربینونو څرخ واوړي او برېښنا پرې نشي.
اوس مهال د افغانستان ۷۸ سلنه برېښنا له بهره واردېږي.
افغانستان د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره ۴۴۰میګاواټه برېښنا له تاجکستان، ۲۰۲ میګاواټه له ترکمنستان، او ۱۰۲ میګاواټه برېښنا له ایرانه واردوي.
د برېښنا شرکت چارواکي وايي، افغانستان اوسمهال نژدې ۱۵۰ میګاواټه برېښنا په هېواد کې دننه چمتو کوي، چې ۱۰۰ میګاواټه یې د یو شمېر خصوصي شرکتونو لخوا توليدېږي.









