طالبان وايي، د برېښنا شرکت ۱۵۱ میلیونه ډالره پور یې ادا کړی

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت چارواکي وایي، له کورنيو او بهرنیو سرچینو یې د وارداتي برېښنا د لګښت په برخه کې ۱۵۱ میلیون ډالره پور ادا کړی او ۱۲۲ میلیونه ډالره پور لا هم پرې پاتې دی.
په ورته وخت کې د ازبکستان د برېښنا وزارت هم اعلان کړی، چې افغانستان خپل هغه پورونه ادا کړي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د برېښنا د لګښت له اړخه پرې پاتې وو.
د تاجکستان د برېښنا شرکت بیا ویلي، چې افغانستان د دغه شرکت ۲۸ میلیونه ډالره پوروړی دی، چې د ځنډ اصلي لامل یې په بانکي سیسټم کې ستونزې بللې دي.
د برېښنا شرکت مالي او اداري مرستیال اسدالله انعام مني چې نړیوال پورنه لا هم پرې پاتې دي، خو نوموړی د طالبانو حکومت ګوښي کېدل او نړیوال بندیزونه د دې لامل بولي.
دی وايي: ''تر کومه بریده چې بانکونه کولای شي، پیسې ولېږدوي، برېښنا شرکت له خپلې بودیجې پیسې ورکوي، خو د بندیزونو له کبله نه شو کولای ټولې پیسې په یوه ځای ورکړو. ''
نوموړی زیاتوي د پورونو ورکولو تر څنګ د برېښنا واردولو لړۍ هم روانه ده. د طالبانو حکومت مسوولین وايي، د افغانستان له پخواني حکومته هم د برېښنا لړ کې پورونه ورپاتې دي.
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره اونۍ له ازبکستانه هېواد ته له ستنېدو وروسته ویلي و، د ازبکستان د برېښنا پور یې لس میلیونو ډالرو ته راټیټ کړی او پاتې نور پورونه یې ادا کړي دي.
ښاغلي متقي ویلي و، د ازبکستان پور یو وخت څلوېښت میلیونو ډالرو ته رسېدلی و، چې په وینا یې اوس څه باندې لس میلیونو ډالرو ته راټیټ شوی او نورې ټولې پیسې ورکړل شوې دي.
خو ښاغلي متقي دا و نه ویل چې له کومې لارې او سرچینو یې دا پورونه ادا کړي، ځکه په اوسمهال کې د برېښنا شرکت وايي، نشي کولای د نړیوالو بندیزونو له کبله ډېرې پيسې بهر ته ولېږدوي.
افغانستان د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره ۴۴۰میګاواټه برېښنا له تاجکستان، ۲۰۲ میګاواټه له ترکمنستان، او ۱۰۲ میګاواټه برېښنا له ایرانه واردوي.
د برېښنا شرکت چارواکي وايي، افغانستان اوسمهال نژدې ۱۵۰ میګاواټه برېښنا په هېواد کې دننه چمتو کوي، چې ۱۰۰ میګاواټه یې د یو شمېر خصوصي شرکتونو لخوا توليدېږي.








