طالبان: ۲۲ ولایتونو کې شپږ میلیونه ماشومانو ته پولیو واکسین ورکوو

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د اړوندو بهرنیو بنسټونو په مرسته یې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د پولیو یا ماشومانو ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی.
د دغه وزارت د چارواکو په خبره، دا کمپاین نن دوشنبه پیل شوی، څلور ورځې به روان وي او په ترڅ کې به یې شپږ میلیونه تر پنځه کلنۍ کم ماشومان واکسين شي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا کمپاین تر ډېره د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې ترسره کېږي چې د پولیو ویروس د خپرېدو خطر پکې ډېر دی.
د پلازمېنې کابل په ګډون، کندهار، هلمند، نیمروز، زابل، روزګان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، هرات، فراه، غزني، خوست، پکتیا او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې په ځينو سیمو کې یې دغه کمپاین ترسره کېږي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد د میندو او پلرونو تر څنګ دیني عالمانو او قومي مشرانو نه هم غوښتنه کړې چې "د دغه کمپاین په بریالیتوب" کې مرسته او له واکسيناتورانو سره همکاري وکړي او په خبره یې، "په افغانستان کې د تل لپاره دغه ویروس له منځه یووړل شي."
تېرو څو کلونو کې د ناامنیو له امله څه باندې ۳ میلیونه ماشومان له ګوزڼ واکسینه بې برخه شوي وو او له همدې امله د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د دې ناروغۍ تازه پېښې هم ثبت شوې دي.
پخپله طالبانو هم په تېر کې د پولیو واکسين کمپاين مخالفت کاوه او تر خپل واک لاندې سيمو کې به یې د دغه ویروس پر ضد خلکو او واکسيناتورانو ته اجازه نه ورکوله چې دا بهیر پلی کړي.
افغانستان کې د پولیو وروستۍ پېښې

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په افغانستان کې دوه وروستۍ پېښې کونړ او پکتیکا کې ثبت شوې دي. همدا راز په ۲۰۲۱ کې د پولیو یا ماشومانو ګوزڼ څلور او په ۲۰۲۰ کې ۵۴ مثبتې پېښې وې چې د دغه وزارت چارواکي وايي، دا ښکاروي چې افغانستان له پولیو پاکېدو ته نږدې شوی دی.
د یادولو ده چې تر دې مخکې هم روان کال په افغانستان کې ورته شپږ کمپاینونه شوي چې ځينې یې د ټول هېواد په کچه او یو شمېر یې په ځينو ځانګړو سیمو کې وو.
پولیو داسې ناروغي ده چې تر ډېره تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان زیانموي او ځینې یې وژني هم. دا ناروغي درملنه نه لري او ترې د خونديتوب لار همدا واکسین ښودل کېږي او د ملګرو ملتونو روغتیا برخې یې له منځه وړلو لپاره له ۱۹۸۸ راهیسې هڅې کوي.
د نړۍ په کچه یوازې افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې لا هم پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ ویروس پکې شته او په دواړو هېوادونو کې لا هم ګڼې داسې کورنۍ شته چې دغه واکسین ته په ښه سترګه نه ګوري او ماشومان د پولیو پر وړاندې نه واکسينوي.
په تېر کې پر واکسيناتورانو بریدونو هم په دواړو هېوادونو کې له دغه ویروس سره د مبارزې بهیر اغېزمن کړی دی.










