"پر ګوزڼ ضد واکسین د طالبانو بندیز د ماشومانو ژوند ګواښي"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي کندهار
د افغانستان په ناارامه سیمو کې د ماشومانو د ګوزڼ د لسو پېښو تر ثبت وروسته د روغتیا وزارت خبرداری ورکړی چې که وسله وال طالبان د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین ته اجازه ورنه کړي ښایي د دغې ناروغۍ پېښې ډېرې شي.
په تېرو پنځو ورځو کې د پولیو دوې پېښي د اورزګان مرکز ترینکوټ کې ثبت شوي دي چې له دې سره په روان ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ شمېر لسو ته لوړ شوی دی.
یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان په ناارامه ولایتونو کې ۸۰۰ زره کوچنیان د ګوزڼ ضد واکسین نه پاتې شوي دي.
وسله والو طالبانو څه باندې درې میاشتې کېږي چې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین یې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې بند کړی. دغه ډله وایي تر هغه چې د دوی اندېښنو ته د روغتیا نړیوال سازمان ځواب نه وي ویلی پرېکړه به یې پرځای پاتې وي.
د اورزګان د ګوزڼ ضد واکسین د پروګرام مشر ډاکتر سیف الدین بارک بي بي سي ته وویل، په ګوزن نوې اخته شوې کوچنۍ یو کال او نهه میاشتي عمر لري او هېڅکله یې هم د ګوزڼ ضد واکسین نه دی ترلاسه کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره اوونۍ هم په همدې ولایت کې یو دوه نیم کلن کوچنی د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی و، چې د روغتیا پالانو په خبره په ټول عمر یې د ګوزڼ ضد واکسین نه و تر لاسه کړی.
چارواکي وایي د ګوزڼ دوې وروستۍ پېښې د مرکز ترینکوټ په مهر اباد سیمه کې ثبت شوي او د دواړو کوچنیانو کورنۍ په لنډ واټن کې سره اوسېږي.
د اورزګان د روغتیا چارواکي وایي په تېرو ۱۵ میاشتو کې یوازې دوه ځله توانېدلي په هغو سیمو کې چې د پولیو پېښې پکې ثبت شوي د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پلی کړی.
د دوي په خبره طالبانو د ۲۰۱۸ کال څخه راپدېخوا دوه ځله په مسجدونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د پلې کېدو اجازه ورکړې ده.
یونیسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق د ګوزڼ تازه پېښې د اندېښنې وړ او د افغانستان د ناامنه سیمو کوچنیانو ته یې د خطر زنګ یادوي.
د دغې ادارې د پولیو د برخي ویاند سید کمال شاه وایي د ګرمۍ د فصل له رسېدو سره د دغې ناروغۍ د خپرېدو وېره نوره هم زیاته شوې ده .

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د روغتیا وزارت وایي څه باندې څلور میاشتې کېږي وسله والو طالبانو په ځېنو سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین مخه نیولې، چې دا ګام د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې اندېښنې وړ ګرځېدلی دی.
خو د وسله والو طالبانو ویاند بي بي سي ته ویلي، تر هغو چې د روغتیا د نړیوال سازمان سره یې ستونزه نه وي هواره شوې پرېکړه به یې همداسې پرځای پاتې وي.
ذبیح الله مجاهد وویل هغه شکونه او اندېښنې چې دوی یې لري د روغتیا نړیوال سازمان یې باید ځواب کړي خو دا یې روښانه نه کړه چې څه ډول اندېښني لري.
په نړۍ کې افغانستان ، پاکستان او نایجریا هغه هېوادونه دي چې د ګوزڼ ناروغي لا هم د کوچنیانو روغتیا ګواښي.









