ملګري ملتونه وايي د سرپل بلخاب کې له بېځايه شويو سره مرسته کوي

بېځايه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عکس: ارشيف

د ملګرو ملتونو د مرستو همغږې کوونکې ادارې اوچا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی بلخاب کې لس زره کسانو لپاره د خوراکي او نورو توکو پر چمتو کولو بوخت دي.

خبرپاڼه زیاتوي بلخاب کې د وروستۍ جګړې له امله ۲۷ زره تنه له خپلو مېنو بې ځایه شوي او د سرپل ګاونډیو ولایتونو ته تللي دي.

دې بنسټ ویلي یوازې بامیان ته د بلخاب څه باندې شپږ زره تنه تللي دي.

اوچا ویلي له دې بې ځایه شویو کورنیو سره به د مالي، خوړو، روغتیا او زدکړې ترڅنګ ټولنیزې او د رواني ستونزو هوارولو لپاره مرستې وکړي.

د ګډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې بیا پر ټویټر یوه بیان کې ویلي، هڅه کوي د بلخاب بې ځایه شویو کورنیو ته له اختر وړاندې مرستې ورسوي. دې بنسټ ویلي ۷۵۰ کورنیو ته مرستې پر لاره دي.

سرپل

د عکس سرچینه، SARIPUL MEDIA/FB

دوه اوونۍ وړاندې طالبانو وروسته له هغه پر بلخاب ولسوالۍ عملیات وکړل چې له طالبانو مرور شوي قومندان مولوي مهدي مجاهد سره خبرې ناکامه شوې.

نوموړي ویلي "د طالبانو اداره کې د هزاره توکمو حقونو ته پام نه کېږي، د طالبانو له خوا ګوښه کړل شوي او جعفري فقهې سره توپیري چلن کېږي".

پر طالبانو تور لګېدلی چې وسله والو یې بلخاب کې پر بشري حقونو تېری کړی او ولسي وګړي یې وژلي دي. خو طالبانو دا رپوټونه رد کړي دي.

ملګرو ملتونو بیا ویلي د دې رپوټونو جدي څېړنه کوي. ځايي خلک وايي د طالبانو له وېرې یې خپلې مېنې پرېښې او په غرو رغو نورو ولایتونو ته تللي دي.