بلخاب کې د طالبانو او ځایي قومندان ترمنځ مخالفتونه؛ طالبان وایي 'هېڅ ستونزه نشته'

بلخاب

د عکس سرچینه، VMSG

د عکس تشریح، مولوي مهدي د طالبانو په لیکو کې یوازینی هزاره توکمه قومندان بلل کېږي

په داسې حال کې چې د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت او د یو ځایي هزاره توکمه قومندان ترمنځ د مخالفتونو او د احتمالي نښتې رپوټونه ورکړل شوي، خو طالبانو بي بي سي ته ویلي، هلته هېڅ کومه جدي ستونزه یا د نښتې احتمال نشته.

د دوشنبې پر ورځ د طالبانو ځینو ځایي سرچینو بي بي سي ته ویلي وو، پرېکړه شوې ده چې بلخاب ولسوالۍ کې د مولوي مهدي په نامه د یو ځایي قومندان د ځپلو او نیولو لپاره دې سلګونه طالب سرتېري سیمې ته واستول شي.

سرچینو ویلي وو، یادې ولسوالۍ ته د سرتېرو استولو پرېکړه ځکه شوې چې هلته د طالبانو او هزاره قام ترمنځ پیدا شوي مخالفتونه پای ته ورسول شي.

ویل کېږي چې د مولوي مهدي ناخوښي وروسته له هغې زیاته شوه چې نوموړی په بامیانو کې د طالبانو د استخباراتو د مشر په توګه له خپلې دندې ګوښه کړل شو.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بي بي سي سره خبرو کې وویل، سیمه کې هېڅ ستونزه نشته او په وینا یې مولوي مهدي 'د امارت غړی او خواخوږی دی'.

مهدي څوک دی او بلخاب کې څه روان دي؟

سرپل
د عکس تشریح، دې وروستیو کې د افغانستان شمالي ولایتونو کې د طالبانو خپلمنځي نښتې شوې دي

په یوه ویډیو کې چې له یکشنبې ورځې پر خواله رسنیو لاس په لاس کېږي، بلخاب کې د هزاره وګړو یوه لویه غونډه ښکاري چې پکې شریک خینې کسان وسلې هم لري.

دې غونډه کې مولوي مهدي ته یو نژدې کس د دغه هزاره قوماندان په ملاتړ وایي، "هزار ګان هر ځای کې خوندي نه دي او په اوسني نظام کې هم په مهمو پرېکړو کې برخه نه ورکول کېږي."

هغه همدا راز ویلي، مولوي مهدي د "لس میلیونه هزاره شیعه ګانو" استازولي کوي او خبرداری یې ورکړ چې هېڅوک په زور د بلخاب ولسوالۍ نه شي نیولی.

مولوي مهدي له څه مودې راهیسې په بلخاب ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوی و او کابل ته د هغه د لېږدلو په برخه کې د طالبانو هڅې ناکامې شوي.

تازه مالوماتو له مخې مولوي مهدي د ښار جوړونې وزارت د مرستیالۍ لپاره هغه وړاندیز رد کړی چې په ورستیو کې د طالبانود ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني په مشرۍ بلخاب ته د تللي پلاوي له لوري نوموړي ته شوی و.

مولوي مهدي په طالبانو کې یوازینی پېژندل شوی هزاره قوماندان دی. رپوټونه ښيي چې نوموړی وسله وال هم لري چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي او د بلخاب ولسوالۍ بشپړ کنټرول یې په لاس کې دی.

بلخاب د افغانستان په شمال کې د سرپل هغه ولسوالۍ ده چې ډېری اوسیدونکي یې هزاره ګان دي.

مولوي مهدي دوه کاله وړاندې طالبانو سره بیعت وکړ او بیا وروسته طالبانو د بلخاب ولسوال په توګه وټاکه.

شمال کې د طالبانو خپلمنځي شخړې

مخدوم عالم

د عکس سرچینه، SM

د عکس تشریح، له دې وړاندې طالبانو شمال کې خپل یو ازبک توکه قومندان مخدوم عالم هم نیولی و

دوه ورځې وړاندې تخار کې ځايي سرچینو بي بي سي ته ویلي وو، د شنبې پر ورځ (د غبرګولي ۱۱مه) تالقانو کې د طالبانو دوو ډلو ترمنځ نښته شوې.

داسې ادعاوې هم کېدې چې دې نښته کې د حقاني ډلې وسلوال ښکېل وو او هلته یې له ځایي ازبکو طالبانو سره نښته کړې وه، چې دواړو خواوو ته مرګژوبله هم اوښتې وه.

خو طالبانو په یوه رسمي اعلان کې ویلي وو چې د دغې ډلې ځواکونو د داعش خراسان څانګې له یو شمېر غړو سره جګړه کړې او د داعش ۹ وسلوال یې وژلي دي.

د روان کال لومړیو کې د افغانستان شمال فاریاب ولایت کې د طالبانو جګپوړی ازبک توکمه قوماندان مخدوم عالم د تښتونې په تور د طالبانو استخباراتو ونیو.

ښاغلي مخدوم دغه تورونه یوه دسیسه وبلله خو دا یې نه دي ویلي چې دسیسیه د چا له خوا وه. فاریاب کې د هغه د نیول کېدو وروسته د هغه د پلویانو له لوري سخت احتجاجونه وشول چې مرګ ژوبله یې هم لرله.

له څو ورځو احتجاجونو او لږ تر لږه پنځوس کسانو له وژل کېدو وروسته قوماندان مخدوم عالم د ازبکو طالبانو د یوه بل مشهور قوماندان صلاح الدین ایوبي په منځګړتوب خوشې شو.