فارياب کې احتجاجونه: په ښار کې د نښتې راپور ورکړل شوی خو طالبان وايي وضعيت تر کنټرول لاندې دی

.

د عکس سرچینه، Social media

په فاریاب کې د جمعې په ورځ د طالبانو د یوه ځايي قومندان مخدوم عالم له نیول کېدو سره په دویمه ورځ هم لاریونونه شوي، چې ويل کېږي په ترڅ کې یې لږ تر لږه "یو اعتراض کوونکی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي".

مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې مخدوم عالم خوشي شوی خو طالبان وايي چې دغه سيمه ييز قومندان اوس هم په بند کې دى.

د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق بي بي سي ته وویل، چې نوموړی "زموږ یو قومندان و او د طالبانو د استخباراتو له خوا د یو شمېر جزیاتو لپاره نیول شوی او په اړه یې پلټنې روانې دي".

د طالبانو وياند همدا ډول وويل چې پر خواله رسنیو خپرې شوې هغه ګنګوسې ناسمې دي چې فاریاب کې د طالبانو ترمنځ شخړې شوې دي.

دوو سرچینو بي بي سي ته تایید کړې، چې طالبانو میمنې ته نور سرتېري لېږلي او ښار اوس د دوی په ولکه کې دی.

د مخدوم عالم د پلويانو او طالبانو منځ خبرې روانې دي، د خبرو یوه منځګړي او د میمنې یوه مخور مشر مولوي قدوس قلیچ له بي بي سي سره خبرو کې وویل، "موږ د ولايت مقام ته ورغلو هلته مو له د مخدوم د برخليک او د هغه د خلاصون په تړاو خبرې وکړې. د ولايت مشرانو راسره ژمنه وکړه چې دوی به دغه مسله په مزکز له مشرانو سره شريکوي"،

خواله رسنۍ

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د مخدوم عالم په هکله ویل کېږي، چې د طالبانو یو مشهور ازبک توکمه قومندان دی، چې د طالبانو استخباراتو نیولی او د خوشي کولو له غوښتنې سره یې په میمنه کې سلګونو کسانو لاریون کړی و.

تېره ورځ لاریون کوونکي د فاریاب ولایت مقام ته ورغلل او د طالبانو مرکزي حکومت یې وننګوه که مخدوم عالم ازاد نه کړي نو اجتجاجونه به دوام وکړي.

د یادونې ده، احتجاجیانو د طالبانو مشرتابه ته خبرداری ورکړی که مخدوم عالم خوشی نه شي، د دوی احتجاجونه به دوام وکړي او د تاوتریخوالي ګواښ یې کړی.

فاریاب

د مخدم عالم په هکله ویل کېږي، چې د طالبانو له مهمو ځايي قومندانانو یو دی، چې مخکې یې د دې ډلې د والي نظامي کمېسیون د غړي په توګه دنده تر سره کړې ده.

د نوموړي په هکله ویل کېږي، چې د مخکیني حکومت ځواکونو او طالبانو تر منځ د جوزجان، سرپل او فاریاب په جګړو کې یې هم مهم رول درلود.