ملګرو ملتونو له احتجاجیانو سره د طالبانو چلن غندلی

ملګرو ملتونه وايي، طالبانو د احتجاج کوونکو خپرولو لپاره له کوتکو، دورو او ډزو کار اخیستی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ملګرو ملتونه وايي، طالبانو د احتجاج کوونکو خپرولو لپاره له کوتکو، دورو او ډزو کار اخیستی.

ملګرو ملتونو طالبان د هغه څه له کبله غندلي چې دوی یې د واک له ترلاسه کولو وروسته د مخالفانو پر وړاندې د دې ډلې 'ډېرېدونکی تاوتریخجن غبرګون ' بولي.

ملګري ملتونه وايي، طالبانو دا ورستیو احتجاجونو کې څلور کسان وژلي دي.

طالبانو د اګست پر ۱۵ مه د افغانستان پلازمېنې کنټرول ترلاسه کړ او له هغه راهیسې په افغانستان کې مظاهرې کېږي، چې د ښځو حقونو او لا زیاتې ازادي غوښتنه پکې کېږي.

ملګرو ملتونو په خپل رپوټ کې ویلي، طالبانو د احتجاج کوونکو خپرولو لپاره له کوتکو، دورو او ډزو کار اخیستی.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمشنرۍ یوې ویاندې په یوه خبر پاڼه کې وویل:

''موږ له طالبانو غواړو چې د هغو کسانو چې د سوله ییزو غونډو حق لري، او دغه راز د هغو خبریالانو چې د دې غونډو خبري پوښښ کوي، خپلسری توقیف او زورزیاتی سملاسي بند کړي. ''

د جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو ویاندې روینه شمداساني د مظاهره کوونکو پر ضد د طالبانو عملیات غندلي دي.

نوموړې وايي، د اګست له ۱۵ مې د مظاهرو لړۍ پیل شوې ده.

پر چارشنبه طالبانو له رسمي اجازې پرته پر احتجاجونو بندیز ولګاوه. پر پنجشنبه دوی مخابراتي شرکتونو ته امر وکړ، چې کابل کې انټرنېټي خدمتونه بند کړي.

د ملکرو ملتونو ویانده وايي:

''په اوسني بې ثباته حالت کې دا ډېره مهمه ده، چې دا ډله (طالبان) لارو، کوڅو ته د راوتلیو افغان ښځو او نارینه وو غږ واوري. ''

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې د یوه هلک په ګډون د وروستیو اونیو احتجاجونو کې د څلورو کسانو وژل کېدو او په زور د مظاهره کوونکو شړلو یادوونه هم شوې.

د ملګرو ملتونو رپوټ کې له خبریالانو سره زور زیاتی هم غندل شوی دی.

یو شمېر افغان خبریالانو بي بي سي ته ویلي، د احتجاجونو خبري پوښښ بهیر کې دوی وهل ټکول شوي، توقیف شوي او د کوتکو ګوزارونه پرې شوي دي.