د طالبانو دفاع وزارت: بلخاب کې چاڼیز عملیات روان دي

د عکس سرچینه، Wikipedia
د طالبانو د دفاع وزارت وايي، د سرپل ولایت بلخاب کې د 'بغاوتګرو' پر وړاندې عملیات پای ته رسېدلي، خو په لیرو پرتو سیمو کې لاهم عملیات روان دي.
دا لومړی ځل دی چې طالبان د بلخاب ولسوالۍ د عملیاتو په اړه په واضح ډول اعلامیه خپروي.
د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، بلخاب کې دوی د 'بغاوتګرو' پر وړاندې چاڼیز عملیات وکړل او د شنبې په ګهیځ یې د مخالفې ډلې د جنګیالیو سیمې ونیولې او عملیات پای ته ورسېدل.
اعلامیه زیاتوي، په دې عملیاتو کې د طالبانو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې او مخالفان یې بې مقاومته له سیمې تښتېدلي دي.
بله خوا، د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، د بلخاب په لیرو سیمو کې د دوی "چاڼیز عملیات" روان دي، خو د مولوي مهدي کسانو ویلي، د طالبانو ځواکونه یې په سیمه کې نیولي او مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
دوی دا ادعا هم کوي چې طالبانو د مولوي مهدي پر استوګنځي هوايي برید کړی، خو هغه ته یې کوم زیان نه دی رسولی.

د عکس سرچینه، Social media
طالبانو د هوايي برید او د دوی د ځانمرګي برید په اړه لا څه نه دي ویلي.
د تېرې جمعې په ورځ (جون ۲۴مه/چنګاښ ۳مه) ځینې رپوټونه خپاره شول، چې له تېرو دریو ورځو راهیسې د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو او د یو ځایي هزاره توکمه قومندان مولوي مهدي د پلویانو ترمنځ جګړه شوې.
د یادولو ده چې قومندان مهدي د طالبانو په لیکو کې یوازېنی هزاره توکمه قومندان و، خو له څه مودې راهیسې له دې ډلې جلا شوی.








