کابل کې د دیني عالمانو پرېکړه لیک؛ د طالبانو حکومت پر ضد "وسله وال مخالفت بغاوت دی"

د عکس سرچینه، RTA
په کابل کې د طالبانو د دیني عالمانو د رابلل شوې لویې غونډې په وروستۍ ورځ پرېکړه لیک کې ویلي، د طالبانو د حکومت پرضد "وسله وال مخالفت بغاوت دی او دفع کول یې پر امارت او ملت واجب دي"
د دیني عالمانو په پرېکړه لیک کې چې ۱۱ مادې لري، ویل شوي "موږ د امارت له مشر هبت الله اخونزاده سره خپل بیعت یو ځل بیا تجدیدوو او په کلکه یې ملاتړ کوو، نوموړی مو د امیر په حیث منلی او منو یې."
د دیني عالمانو یوه ګډونوال عبدالرحمان نیازي چې پرېکړه لیک یې لوست، وویل په دې ناسته کې څه باندې ۴۵۰۰ کسانو برخه اخیستې.

په پرېکړه لیک کې د مادو لنډیز په لاندې ډول دی:
۱ ماده: دا چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی، موږ د طالبانو د واکمن نظام پر ساتلو ټینګار کوو او هر اړخیزه دفاع یې ملي او دیني وجیبه بولو.
۲ ماده: موږ د افغانستان اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) له مشر هبت الله اخونزاده سره خپل بیعت یو ځل بیا تجدیدوو او په کلکه یې ملاتړ کوو، نوموړی مو د امیر په حیث منلی.
۳ ماده: دا چې اسلام امارت د خلکو له بتن راپورته شوی، او بهرنیان پکې هېڅ مداخله نه لري، امنیت تامین شوی او د قدرت جزیرې یې له منځه یوړې، پر ملګرو ملتونو ا ونړیوالو سازمانونو او اسلامي هېوادونو غږ کوو چې اسلامي امارت د یوه مشروع نظام په ډول وپېژنئ، ټول بندیزونه پورته او کنګل شوې شتمنۍ ازاده او د اقتصادي پراختیا لپاره مرسته وکړئ.
۴ ماده: د نشه يي موادو د کښت، تولید، قاچاق او استعمال د مخنیوي په اړه د صادر شوي فرمان کلک ملاتړ کوو.

د عکس سرچینه، RTA
۵ ماده: متقابل احترام ته په پام، له ګاونډیو هېوادونو سیمې او نړۍ سره د نه مداخلې سیاست او د هغوی پر ضد د افغانستان د خاورې نه استعمال په اړه د اسلامي امارت له دریځ ملاتړ کوو.
۶ ماده: اسلامي امارت حاکم نظام دی چې پر ټول هېواد واکمن دی، د دې نظام پر وړاندې هر ډول وسله وال مخالفت بغاوت او فساد في الارض کڼل کېږي چې دفع کول یې پر امارت او ملت واجب دي. هر ډول مخالفت چې له ملي منافعو او شریعت سره ټکر کې وي ناروا عمل دی.
۷ ماده: پر ملت غږ کوو چې د داعش په نامه ډلې سره هېڅ ډول مرسته ونه کړي.
۸ ماده: هغه علما چې ټولنیزو رسنیو له لارې اختلافات رامنځ ته کوي، له مناظرو او زیان اړوونکو بحثونو دې کلکه ډډه وکړي. ځکه خلکو کې اختلافات او تشویشونه پیدا کوي او په ملت کې د فتنې سبب ګرځي.
۹ ماده: پر اسلامي امارت غږ کوو چې عدالت او دیني او عصري تعلیم، روغتیا، کرنې، هر اړخیز پرمختګ او متوازن انکشاف ته خاصه توجه وکړي.
۱۰ ماده: پر امارت غږ کوو چې خپل موجود یووالی نور هم ټینګ کړي. ملي وحدت لا پیاوړی او ارضي تمامیت وساتي. د فقر او بې کارۍ له منځه وړلو لپاره رغنده ګامونه واخلي.
۱۱ ماده: له هېواده بهر د تللو شخصیتونو د بېرته راتللو حمایت کوو. هغوی دې رامنځ ته شوی وضعیت یو فرصت وګڼي او هېواد ته دې راستانه شي او د پردیو په لمسون دې له مغرضانه کارونو ډډه وکړي.

د غونډې په پای کې د طالبانو لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند لنډه وینا وکړه او له ګډونوالو یې مننه وکړه چې دغې ناستې ته ورغلي دي. نوموړی وايي تمه لري، افغانستان بیا جګړې ته ټېل نه وهل شي.

د عکس سرچینه، RTA
ښاغلی حسن تور لګوي هغه کسان چې د ده په ټکو په "تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې ستونزې جوړې کړې وې، غواړي بیا دې هېواد ته ستړې" جوړې کړي.
مولوي عبدالکبیر: افغانستان کې هغه نظام بقا موندلې چې د ملت له منځه راپورته شوی وي
د طالبانو د حکومت د لومړي وزیر سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر د عالمانو غونډې ته وینا کې بیا وویل "د ټولو مخالفینو پر مخ د اسلامي امارت دروازې پرانیستې دي، که افغانستان کې وي که بهر کې، عالمان دې د اسلامي امارت او ملت ترمنځ د پل په توګه کار وکړي، افغانستان کې هغه نظام بقا موندلې چې د ملت له منځه راپورته شوی وي".
نوموړي د غونډې پر ګډونوالو غږ وکړ، د هغو موضوعاتو په اړه مشوره وکړي چې طالبانو حکومت دوی ته سپارلي. نوموړي دا هم ویلي چې "موږ پرون د نظام ټینګولو لپاره قربانۍ ورکولې نن تقویت او دوام لپاره قرباني ورکوو".

د عکس سرچینه، TALIBAN
په دریمه ورځ د طالبانو حکومت کې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم وویل د نظام ساتل د نظام تر ګټلو سخت دی.
نوموړي وویل، "د نظام ساتل په کار دي، د نظام ساتنه په پوهه، درایت او همداسې قربانۍ غواړي لکه پرې ګتل شوی چې دی".
د غونډې یوه بل ویناوال عبدالمتین حسیني وویل، د ولس د معنوي خدمت سربېره د دوی مادي پرمختګ ته هم باید پام وشي، په هره برخه کې متخصصین وروزل شي او په بېلابېلو برخو کې یې له وړتیاوو ګټه واخیستله شي.
ده وویل، هغه ملت پیاوړی دی چې غښتلي متخصصین او علم ولري.

د عکس سرچینه، Bakhter news
"د نړۍ فرمایشونه نه منو"
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده پرون دې غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې د هېڅ هېواد فرمایشونه او وړاندیزونه نه مني او څوک دې د تعامل تمه هم ترې نه کوي.
د طالبانو رهبر په خپلو څرګندونو کې ټینګار کاوه چې طالبان دې خپل منځ کې یوالی ټینګ وساتي او خبرداری ورکوي چې په رسنیو کې یو پر بل نېوکې ونه کړي.
ښاغلي اخوندزاده په څه باندې یو ساعت وینا کې پر حکومتي چارو کې پر عدالت ټینګار کاوه او ویل یې چې "د فساد او انډیوالیزم مخه دې ونیول شي."
دا لومړی ځل وه چې د طالبانو مشر کابل ته سفر کوي او په دغه بڼه یې یوې لویې غونډې ته وینا وکړه. پر هغه نېوکه دا کېږي چې په خپله وینا کې یې د ښځو پر حقونو او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو هېڅ خبرې ونه کړې.









