د ملکي خدمتونو ښځینه کارکوونکې: طالبان دې زموږ پر دندو نارینه نه ګوماري

ښځې
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

د ملکي‌ خدمتونو کارکوونکو ښځو پر طالبانو غږ کړی چې په ژمنو دې یې نه تېرباسي او په عمل کې دې دوی له بې برخلیکه وضعیت خلاص او پر دندو وګماري. دغو مېرمنو ویلي چې د طالبانو له راتګ سره ګڼو ښځو دندې له لاسه ورکړې او پر ځای یې نارینه ګمارل شوي دي چې دې کار یې کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.

دوی ویلي، حاکم رژيم دې د افغانستان د یوه کاري ځواک به توګه د دوی وضعیت ته پام وکړي او تر دې لا ډېرې دې یې نه ځپي.

د افغانستان د ملکي خدمتونو کارکوونکو ښځو ټولنې نن پنجشنبه [غبرګولي ۱۹] په کابل کې د یوه اعتراض په ترڅ کې طالب چارواکي ملامت کړل چې ژمنه یې ورسره کړې وه د دوی غوښتنې به مني او د کار زمینه به ورته برابروي.

خو وايي، د طالبانو حکومت یې په ژمنو تېرباسي، جدي ګام نه پورته کوي او پر حاکمیت یې لس میاشتې تېرېږي خو بیا یې هم دوی بې برخلیکه پرېښې دي.

د ښځو دې ټولنې خبرپاڼه هم خپره کړې او پکې ویلي یې دي چې طالبان دې "سیاست" نه ورباندې کوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغو ښځو په قانوني ډول او له کوم سیاسي بهیر پرته ادارو کې دندې موندلې وې نو ځکه د رژيم له سیاسي بدلون سره باید د دوی پر برخلیک "لوبې" ونه شي.

د دوی له ډلې یې ګڼو ښځو د ملکي‌ خدمتونو په برخه کې د مشرتابه او مدیریت په څېر لوړو بستونو باندې کار کاوه او د لوړو زدکړو تر څنګ یې په بېلا بېلو برخو کې تخصص هم درلود خو وايي چې د طالبانو حکومت په تېرو لسو میاشتو کې یا د دوی بستونه له منځه وړي او یا یې هم پر ځای نارینه ګمارلي دي.

که څه هم طالبانو لا د دوی نېوکو او غوښتنو ته کوم ځواب نه دی ویلی خو په تېر کې یې ویلي چې د "شریعت" له مخې به ښځو ته د دوی ټول حقونه ورکول کېږي.

خو د ملکي خدمتونو کارکوونکو ښځو ټولنه وايي چې تېر کال د مرغومي پر۲۲ تر ورته اعتراض وروسته طالبانو ژمنه ورسره کړې وه چې د دوی غوښتنو ته به پام وشي.

دغه ښځې وايي، طالب چارواکو تر لسو میاشتو تېرېدو وروسته هم پرخپلو کړیو ژمنو عمل ونه کړ او نه یې هم د دوی خبره جدي‌ وګڼله.

د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمیسون دغه پخوانۍ کارکوونکې وايي چې د طالبانو له راتګ سره د دغو ادارو ټولو ۱۲۰ ښځو دندې لغوه شوې وې خو له هڅو وروسته یې تازه ایله لس تنه بېرته پر دندو ګمارل شوې دي خو پاتې ۱۱۰ لا هم بې دندو دي.

دغو ښځو همدا راز غوښتنه کړې چې په ادارو کې دې د جنډر برخې ته بېرته پام وشي چې په وینا یې، اوس له منځه وړل شوې او په ادارو کې یې د ښځو حضور پيکه کړی دی.

دوی وايي، پخوا په ډیریو ادارو کې د جنډر برخه کې لږ تر لږه دوو ښځو کار کاوه او د کارکوونکو مېرمنو ونډه یې په ادارو کې پنځوس سلنې ته رسولې وه خو اوس داسې څه په بشپړ توګه له منځه وړل شوي ‌دي.

د افغانستان د ملکي خدمتونو کارکوونکو ښځو ټولنې پر نړېوالې ټولنې هم غږ کړی چې د افغان مېرمنو د وضعیت د ښه والي لپاره دې هڅې وکړي او دوی دې نور له نا څرګند حالت راوباسي.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، له څو ادارو پرته په نورو دولتي بنسټونو کې ښځې کار ته نه پرېښودل کېږي او طالبان وايي "مناسب چاپیریال" ورته برابروي. خو تر اوسه داسې نه ښکاري چې طالبانو دې برخه کې د پام وړ ګام اخیستی وي.