بې پولې خبریالان: طالبان دې کابل کې د لادرکه شوي خبریال پته ولګوي

رسنۍ

د عکس سرچینه، Aju

د بې پولې خبریالانو ټولنې چې یو نړیوال غیر انتفاعي سازمان دی، د ټویټر یوه پیغام کې پر طالبانو غږ کړی چې د هغه خبریال د برخلیک په اړه پوښتنې ځواب کړي چې له تېرې سې شنبې راهیسې کابل کې لادرکه دی.

دا ټولنه وايي چې د 'صبح کابل' ورځپاڼې خبریال او انځور اخستونکي 'علي اکبر خیرخواه' د برخلیک په اړه جدي اندېښنه لري او له طالبانو غواړي چې د دغه خبریال د ژر موندل کېدو لپاره ټولې هڅې وکړي.

'صبح کابل' ورځپاڼې ویلي چې ښاغلی خیرخواه تېره سې شنبه د رپوټ چمتو کولو لپاره له دفتره وتلی خو بیا نه دی ورستون شوی.

ورځپاڼه زیاتوي چې دوی او د خیرخواه کورنۍ له طالب چاروکو د نوموړي په اړه پوښتلي خو لا یې د برخلیک معلومات نشته.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره "نی" مسؤول ظریف کریمي هم وايي نه پوهېږي چې خیرخواه ولې لادرکه شوی.

هغه زیاتوي: "خبریالان هره ورځ له ویرې او وحشت سره مخامخ دي. موږ نه پوهېږو چې د خبریالانو د ورکولو تر شا د چا لاس دی او ولې حکومت د دغو کسانو نیولو کې خپل مسوولیت نه ترسره کوی او یا دا ده چې د هغو کسانو د نیولو لپاره اراده نشته چې خبریالان د شخصي یا سلیقوي دلایلو له امله تښتوي او یا یې لادرکه کوي."

له دې سره د طالبانو حکومت کې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بي بي سي ته په یوه لیکلي پیغام کې وویل چې د دوی کسانو کوم خبریال نه دی نیولی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه د بي بي سي د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د خیرخواه د ورکېدو د څرنګوالي مالومات کوي.

افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مسوول وايي که څه هم د رسنیو د سرغړونو د څار کمیسیون د بېرته فعالېدو ژمنه شوې خو دوی ډاډه نه دي چې له دې لارې به ستونزې هوارې شي، ځکه د نوموړي په وینا اصلي ستونزه قانوني تشه ده چې باید ډکه شي.

ښاغلی کریمي زیاتوي "رسنۍ نسبي ازادي لري خو واقعي ازادي نه لري چې وکولی شي پر دولتي ادارو نیوکې وکړي. دا ځکه چې موږ لیدلي کله چې یوې رسنۍ پر کومه حکومتي اداره نیوکې کړي، له هغې رسنۍ یا د خپرونې له جوړوونکي پوښتنې شوې یا په یو ډول د هغې خپرونې بندولو ته اړویستل شوي دي. د تېر حکومت پر تله پر اوسني حکومت نیوکې ډېر لږ ځای لري."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

طالبانو واک ته د راستنېدو پیل کې رسنیو ته وویل داسې څه دې نه خپروي چې د دوی په وینا له ملي ګټو، اسلامي شریعت او د ټولنې کلتور سره په ټکر کې وي.

طالبان که څه هم ټینګار کوي چې رسنۍ او خبریالان ازاد دي خو د دوی د واکمنۍ تېرو څه باندې نهو میاشتو کې د خبریالانو د وهلو ټکولو، نیولو او له هغوی سره د زور زیاتې پېښې رپوټ شوي دي.