افغان رسنۍ: په سلګونو خبريالان نيول شوي او ربړول شوي

د ویډیو تشریح، افغان رسنۍ: په سلګونو خبريالان نيول شوي او ربړول شوي

په افغانستان کې د خبریالانو ملاتړ بنسټونه وايي، له هغه راهيسې چې طالبان واکمن شوي شاوخوا اتيا خبريالان او د رسنيو کارکوونکي نيول شوي او د دوى په وينا ربړول شوي دي.

په همدې موده کې تر شپږ زرو ډېرو افغان خبريالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په سلگونو رسنۍ تړل شوې دي. طالبان له خبريالانو سره د بد چلند ادعاوې ردوي.

په دې رپوټ کې نجما ځلا له ځينو خبريالانو سره خبرې کړي دي.