''نړیوال بانک افغانستان کې د بشري مرستو لپاره یو میلیارد کنګل شوي ډالر ازادوي''

د عکس سرچینه، Getty Images
رویټرز خبري اژانس په یو ځانګړي رپوټ کې ویلي، نړیوال بانک داسې پلان چمتو کړی چې له مخې به یې د افغانستان لپاره له یو کنګل شوي بانکي حسابه یو میلیارد امریکایي ډالر په دې هېواد کې د بېړنیو مرستو لپاره ازاد شي.
دا پیسې 'د افغانستان بیارغونې صندوق' په نامه له نړیوال بانک سره په یو ځانګړي حساب کې جمع دي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته کنګل شوې وې.
که چېرې مرستندویه هېوادونه دا پلان تصویب کړي نو دا پیسې به د ملګرو ملتونو لخوا افغانستان کې لګول کېږي، او طالبان به ورته لاسرسی یا پرې کنترول ونلري.
نړیوال بانک غواړي چې دا یو ملیارد ډالر افغانستان کې د معارف، کرنې، عامې روغتیا او نورو عامه خدماتو برخه کې ولګول شي.
یاده دې وي چې په دې صندوق کې شته پیسې د افغانستان له هغو ملي شتمنیو جلا دي چې دا مهال د امریکا او اروپا بانکونو کې کنګل شوې دي.
سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د نړیوال بانک اجرائیه بورډ به د راتلونکې مارچ میاشتې پر لومړۍ نېټه پر دې پلان بحث کوي او بیا باید د تصویب لپاره مرستندویه هېوادونو سره شریک شي.
خو دا به لومړی ځل نه وي چې له دې کنګل شوي حسابه افغانستان کې د بېړنیو مرستو لپاره پیسې را ایستل کېږي.
په تېرو څو میاشتو کې د خواړو نړیوال پروګرام او همدا راز د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونیسف) هم له دې صندوقه افغانستان کې د خوراکي مرستو او روغتیایي خدماتو لپاره ۲۸۰ میلیونه ډالره رایستلي او کارولي دي.
که څه هم افغان طالبان دې پیسو ته لاسرسی یا پرې کنترول نه لري، خو د نړیوال بانک د سند له مخې، چې رویټرز خبري اژانس لیدلی، دا پیسې به یوازې هغه صورت کې کارول کېږي چې یاده ډله ځینې شرطونه ومني.
په دې شرطونو کې نجونو ته د زدکړو او ښځینه معلمینو ته د کار اجازه، په سیمه ییزو شوراګانو کې د ښځو ګډون، ښځینه روغتیاپالانو ته د کار اجازه او همدا راز هغو کورنیو سره چې مشري او مسؤلیت یې د ښځو پر غاړه دی، خوراکي مرستې کول شامل دي.
د پلان له مخې به ۱۵۰ میلیونه ډالر هغو څه باندې دوه لکه افغان معلمینو لپاره ځانګړيکېږي چې په تېرو څو میاشتو کې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
همدا راز د خوراکي مرستو لپاره به هم ۱۵۰ میلیونه ډالر، د عامې روغتیا لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالر او نورو ټولنیزو خدماتو لپاره به هم ۱۵۰ میلیونه ډالر ځانګړي کېږي.
د نړیوال بانک د دې پلان په اړه جزئیات په داسې حال کې رابرسېره کېږي چې ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی او وایي، د دې هېواد تر نیمایي ډېر وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
همدا تېره اوونۍ ولسمشر جو بایډن هم د یو اجرایوي فرمان له مخې اعلان وکړ چې امریکا کې به د افغانستان د ۷ میلیارده کنګل شویو شتمنیو نیمایي برخه، یعنی درې نیم میلیارده ډالر افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ازاد شي.








