د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ په هکله د ولسمشر بایډن پرېکړې پر ضد یو شمېر ولایتونو کې مظاهرې شوې

د بلخ په ګډون یو شمېر ولایتونو کې مظاهرې شوې.

د عکس سرچینه، Bakhter news

د عکس تشریح، د بلخ په ګډون یو شمېر ولایتونو کې مظاهرې شوې.

د افغانستان پلازمېنې په ګډون یو شمېر ولایتونو کې سلګونه کسانو د امریکا ولسمشر جو بایډن هغې پرېکړې پر ضد احتجاج کړی، چې وايي، د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ نیمايي برخه به د سپتمبر ۱۱ پېښو قربانیانو کورنیو ته د تاوان په توګه ورکولو لپاره وساتل شي.

رپوټونو کې ویل شوي، طالبانو د دې مظاهرو اجازه ورکړې او امنیت یې ساتلی. د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د کابل، بلخ او میدان وردګ په ګډون یو شمېر ولایتونو کې دې لړ کې مظاهرې شوې او د امریکا ضد شعارونه ورکړل شوي.

مظاهره کوونکو افغانستان ته د ټولو کنګل شویو شتمنیو سپارلو غوښتنه کوله.

مظاهرې

د عکس سرچینه، Bakhter news

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې پر ورځ دا اجرايي امر لاسلیک کړ. د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره جمعه په یوه اجرايي فرمان کې پرېکړه وکړه چې د افغانستان د کنګل کړې ۷ ملیارده ډالرو نیمايي به د بشري مرستو په موخه نړیوالو مرستندیه ادارو ته ورکړل شي او پاتې درې نیم ملیارده به یې د سپتمبر د یولسمې نېټې د بریدونو قربانیانو ته د غرامت په توګه د ورکړې لپاره وساتل شي.

طالبانو د ښاغلي بایډن دا پرېکړه د افغانستان شتنمۍ د غلا نوم ورکوي.

د امریکا په تړاو د تګلارې په هکله له سره د غور ګواښ

طالبان پرله پسې غوښتنه کوي چې د نږدې ۱۰ میلیاردو ډالرو دا زېرمې دې ور پرېښودل شي چې ډېری یې په امریکا کې ساتل کېږي خو امریکا یې له ازادولو بیا انکار وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې مخکې طالبانو د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د امریکا د ولسمشر پرېکړې ته په ځنډ، خو څرګند غبرګون کې د امریکا له ولسمشر نه غوښتنه وکړه چې له خپلې دې پرېکړې لاس په سر شي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د ولسمشر بایډن دا پرېکړه د افغانستان د خلکو په شتمنۍ کې غیر مسوولانه تصرف بللی او وايي دا د ټولو افغانانو پر حقونو تېری دی او دوی یې په کلکه ردوي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر یولسمه نېټه بریدونو له افغانانو سره هېڅ تړاو نه درلود، ځکه نو د دې پېښو په پلمه د افغانانو په شتمني کې هر ډول تصرف کول پر افغانانو څرګند تېری او ظلم ګنل کېږي او د طالبانو او امریکا ترمنځ له شوې هوکړې سره په ټکر کې کړنه ده.

طالبانو امریکا ته ویلي چې څومره ژر کېدای شي د افغانانو ۷ ملیارده ډالر شتمني ازاده کړي او له داسې تحریکوونکو اعمالو دې ډډه وکړي، چې د لا ډېرې بې باورۍ سبب نه شي.

طالبانو خبرداری ورکړی که امریکا په دې اړه خپل دریځ بدل نه کړي او خپلو پاروونکو اعمالو ته دوام ورکړي نو دوی به هم اړ شي چې د امریکا په هکله پر خپلې تګلارې له سره غور وکړي.

محمد يعقوب مجاهد

د عکس سرچینه، RTA

د عکس تشریح، د طالبانو دفاع وزیر د ولسمشر بایډن پرېکړه 'ظالمانه' بللې

د طالبانو د دفاع چارسمبالي وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد هم تېره ورځ د افغانستان له ملي تلویزون سره په مرکه کې د ولسمشر بایډن پرېکړه ظالمانه وبلله. نوموړي وویل:

''دا ډېره ظالمانه پرېکړه ده چې هېڅ یوه افغان ته د منلو وړ نه ده، مطبوعاتو کې وینو چې امریکایانو هم (دې پرېکړې ته) منفي عکس العمل څرګند کړی. ''

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې د افغانستان شاخوا ۹ ملیارده ډالر شتمني په امریکا او نورو هېوادونو کې کنګل شوې ده.

طالبان هیله من وو چې دا پیسې به د دوی تر کنترول لاندې د افغانستان بانک ته ورکړل شي.

د افغانستان بانک د ولسمشر بایډن اجرایي فرمان ته په غبرګون کې ویلي د دغو شتمنیو مدیریت د دې بانک کار دی او نورو چارو ته د دې پیسو ځانګړي کول هېڅکله نه مني.

دغه راز په خپله امریکا کې هم یو شمېر سیاسي څېرو د سپتمبر د یولسمې نېټې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه د افغانستان د خلکو د شتمنۍ له ورکړې سره مخالت کړی دی.