د زدکړو نړیواله ورځ؛ د افغانستان په ګډون ځینې هېوادونو کې زدکوونکي قلم او کتابچه نه لري

ګوجر ماشومان
    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن

نن د زدکړې نړیواله ورځ ده. د ملګرو ملتونو په مشرۍ نړیواله ټولنه د غونډو په ترسره کولو او د یو لړ ګامونو په اوچتولو، یو ځل بیا ټینګار کوي چې د سوکاله او پرمختللو ټولنو د نیکمرغۍ راز په زدکړه کې نغښتی دی او دولتونه دې د ښه معیار پر بنسټ خپلو وګړو ته د دوی دغه بشري حق ورکړي.

په داسې حال کې چې د نړۍ ګڼ هېوادونه هڅه کوي خپل پوهنیز نصاب کې د پرمختللو ټکنالوژیکو وسایلو کارول زیات کړي، د افغانستان په ګډون لږ شمېر وروسته پاتې هېوادونو کې زدکوونکي قلم او کتابچه نه لري، یا یې هم د دغه بشري حق نه ورکولو ته پلمې جوړېږي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښیي چې همدا نن، په نړۍ کې نژدې ۲۶۰ میلیونه ماشومان او ځوانان ښوونځي ته نه ځي، کابو ۶۲۰ میلیون ماشومان او تنکي ځوانان او پېغلې لوستل او حساب نه شي کولی.

د افغانستان ښوونځي نجونې

ملګري ملتونه وايي، زدکړو ته د دغو انسانانو د لاسرسي حق ترې اخیستل شوی او دا د منلو وړ نه دی.

دا څلورم کال دی چې ملګري ملتونه دا ورځ لمانځي او وايي د زدکړې نړیوالې ورځې لمانځلو څخه یې یوه موخه دا ده چې د سولې او پرمختګ په برخه کې دې پر زدکړو ټینګار وشي.

د سږکال د زدکړې نړیوالې ورځ شعار چې د ملګرو ملتونو کلتوري بنسټ یونیسکو اعلان کړی دا دی چې زدکړې او د زدکړې مسیر دې مثبت تغییر ومومي.

له ۲۰۱۹ کال راهیسې چې د کورونا ناروغۍ ټوله نړۍ له هر اړخه وځپله، د زدکړې ډګر یې هم خورا ډېر زیانمن کړی.

میلیونه ښوونځي د اوږدې مودې له پاره تړلي پاتې شول.

اوس د ډېرو هېوادونو له پاره لویه ننګونه لږترلږه بېرته عادي مسیر ته ورګرځېدل.

د ملګرو ملتونو کلتوري بنسټ یونسکو مشرې آودرې ازولې پر نړیوالو غږ کړی چې په داسې استثنايي حالاتو کې باید کرار کښېنه نو.

که غواړو چې راتلونکې بدله کړو باید پر زدکړې له سره غور وکړو. آغلې ازولې وايي په ډیجیټلي بدلون کې باید ټول ونډه ولري او مساويانه حق ورکړل شي.

د نجونو ښوونځي

د عکس سرچینه، Getty Images

ملګري ملتونه وايي اصلي ننګونه پراخ بنسټې زدکړې ته لاسرسی دی او د معلوماتو له مخې یې په نړۍ کې له دوو تر څلور سلنه بشري مرستې زدکړې ته ځانګړې کېږي.

په داسې حال کې چې وروستۍ شمېرې ښيي چې په تر ۸۰ میلیون ماشومان او ځوانان د زدکړې په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري.

د ''Education can not wait ''یا زدکړې انتظار کې نه شي پاتې کېدای د نړیوال صندوق مشره یاسمین شریف وایي له تېر اکست میاشتې راهیسې نړۍ په افغانستان کې زدکړو باندې ځانګړی پام ساتي. دا صندوق د ملګرو ملتونو له خوا اداره کېږي او موخه یې ده چې په اضطراري حالاتو کې د زدکړو له برابرولو ځان ډاډمن کړي

د ماشومانو په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره یونیسف وايي په د کورونا وبا تر پیل وړاندې په افغانستان کې د بې وزلۍ، ناوړه دودونو او د ښوونیزو اسانتیاو په ګډون، بېلابېلو لاملونو ښوونځي ته د ماشومان د تګ مخنیوی کړی و، چې اوس د دې ستونزو له لا ډېرېدو سره به لا ډېر ماشومان له زدکړو پاتې شي.

د حکومت، ټولنې او کورنۍ په کچه کمزوری اقتصاد په افغانستان کې له زدکړو د ماشومانو د محرومېدو لوی لامل بلل کېږي.

په ۲۰۱۸ کال کې د ملګرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ په افغانستان کې تر دوو میلیونو ډېر ماشومان چې عمر یې د شپږو او ۱۴ کلونو ترمنځ دی په په یوه نه یو ډول د خپلو کورنیو د چلولو له پاره کار کوي.

که د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزې رفع کولو له پاره کار ته په مخه کولو په افغانستان کې تر ډېره هلکان له درسه پاتې کېږي، د ماشومو نجونو له پاره بیا عمده خنډونه، ناسم دودونه او په ماشومتوب ودول دي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Bna

د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، نجونې یو ځل بیا له زدکړې رسماً منع شوې، تر دې چې اوس د طالبان حکومت بیا ښوونځي د نجونو پر تګ هیله بخښونکې څرګندونې کړي.

ملګري ملتونه بیا ټینګار کوي چې نجونو ته د زدکړې شرایط برابرول نه یوازې دا چې اخلاقي مسولیت دی بلکې اقتصادي اړتیا ده چې د ټولنې پرمختګ کې لویه ونډه درلودلی شي.

کابو دوه میاشتې وروسته پر افغانستان د طالبانو په بشپړې واکمنۍ کې لومړنی تعلیمي کال پیلېږي.

په هغو نا امنو سیمو کې چې ګڼ ماشومان په کې له ښوونځي پاتې ول، ښايي اوس د زدکوونکي شمېر ډېر شي.

خو د اړینو اسانتیاو برابرول به د طالبانو حکومت ته لویه ننګونه وي.

په تېره بیا چې وايي نجونې او هلکان به جلا جلا سبقونه وايي.

د ټولګیو او ښوونځیو بېلول په دې معنا ده چې لا ډېرو ښوونځیو، ټولګیو، ښځینه ښوونکو، کتابونو او قرطاسیې ته اړتیا ده، هغه هم په اوسني اقتصادي کړکېچ کې.

سږکال ملګرو ملتونو غوښتي چې وروسته له دې دې زدکړې داسې ورکړلې شي چې له پایېدونکې پراختیا سره چې په انګلیسي یې Sustainable development بولي مرسته وکړي.

له دې سره به ښوونکي او زدکوونکي کولی شي خپل چاپېریال ښه وساتي، داسې لارې چارې زده کړي چې د اوبو او هوا په ګډون چاپیریال ته له زیان اړولو مخنیوی وکړي.

په ۲۰۲۱ کال کې د تر ټولو ښه ښوونیز سیستم لرلو نوملړ ښيي چې امریکا لومړی، برتانیا دوهم، جرمني دریم او ورپسې کاناډا، فرانسه، سویس، جاپان، آسټرالیا، سویډن او هالنډ دي.

په افغانستان کې تر ستونزو ورهاخوا، د ښوونیز نصاب د کتابونو ښه والي لږترلږه د پاکستانۍ رسنۍ پام ځان ته ور اړولی.

تېرکال ډان ورځپاڼې د پاکستان د پوهنې له چارواکو وغوښتل چې د افغانستان د ښوونیز نصاب د کتابونو ښکلې محتوا ته په کتو کې خپلو کتابونو کې بدلون راولي.