د طالبانو وزیر ته د حامد کرزي توصیه: "د باثباته نظام لپاره ملي وحدت، اتقاق او اتحاد پکار دی"

حامد کرزی او محمد خالد حنفي

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي "له مجرمینو سره د حساب کتاب" په اړه د طالبانو د یوه وزیر څرګندونو په ځواب کې ویلي، په افغانستان کې د یو باثباته ملي نظام او د دې هېواد د عزت لپاره ملي وحدت، اتفاق او اتحاد ته اړتیا ده.

د طالبانو په حکومت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر مولوي محمد خالد حنفي د سه شنبې پر ورځ ویلي وو، له هغو کسانو سره چې په تېرو لسیزو کې د لویې پانګې خاوندان شوي حساب کېږي.

نوموړي همدا راز خپلو څرګندونو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، پخوانی اجرائیه مشر عبدالله عبدالله او د مشرانو جرګې پخوانی مشر فضل هادي مسلمیار "مجرمین" بللي وو.‌

خو پخواني ولسمشر حامد کرزي چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د طالبانو د وزیر دا څرګندونې "د غبرګون وړ نه بولي".

ښاغلي کرزي د طالبانو وزیر ته د "توصیې" په توګه ویلي، "ملي وحدت او اتحاد او اتفاق د ګران هېواد د عزت او د یو با ثباته ملي نظام د جوړیدو لاره ده".

په تېره اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته طالبانو د پخواني نظام چارواکو او عامو کارکوونکو ته عمومي بښنه اعلان کړې وه.

خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د یو وزیر لخوا د پخوانیو رژیمونو اړوندو کسانو او سیاستوالو سره د حساب کتاب خبره کېږي.

عبدالله عبدالله، انس حقانی، حامد کرزی، فضل هادی مسلمیار

د عکس سرچینه، Social media

ښاغلي حنفي، تور ولګاوه چې یو شمېر پخواني چارواکي او سیاستوال له دې وېرې له هېواده بهر تللي چې د دوی شتمنیو او پانګو په اړه به حساب کتاب ورسره کېږي.‌

خو پخوانی ولسمشر حامد کرزی، عبدالله عبدالله او فضل هادي مسلمیار د هغو سیاستوالو په ډله کې دي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم په هېواد کې پاتې شوي دي.

داسې ناتائید شوي رپوټونه او ګنګوسې هم شته چې دا کسان په یوه توګه کورونو کې نظر بند دي او له هېواد بهر ته د سفر اجازه نه لري، خو پخپله دوی او یا هم طالبانو په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

په ورته مهال د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي بي بي سي ته ویلي، که داسې کوم حساب کېږي نو له هغه دې د مخالفو سیاستوالو د ټکولو لپاره کار نه اخستل کېږي.

ښاغلي اصولي ویلي، حساب دې له ټولو سره وشي، که هغه طالب مشران دي او که جنګساران او پخواني حکومتي چارواکي دي.

د یادونې ده چې همدا څو ورځې وړاندې د طالبانو د عدلیې وزارت وویل، هېواد کې له لسو تر پنځلسو داسې لوی ښارګوټي شته چې یا یې ټوله او یا یې یوه برخه ځمکه غصب شوې ده.

د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د یو شمېر زیاتو لویو ښارګوټونو خاوندان پخواني سیاستوال او چارواکي دي.