طالبان: د تېرو شلو کالو سیاسي مشرانو سره به د دوی د شتمنیو په اړه حساب کوو

د عکس سرچینه، Social media
د طالبانو په حکومت کې د امر بالمعروف او نهن عن المنکر وزیر مولوي محمد خالد حنفي ویلي، له هغو کسانو سره چې په تېرو لسیزو کې د لویې پانګې خاوندان شوي حساب کېږي.
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو په حکومت کې د وزیر په کچه د پخوانیو رژیمونو اړوند کسانو او سیاستوالو سره د حساب کتاب خبره کېږي. خو باید وویل شي چې د طالبانو مشرتابه پخوانیو چارواکو ته بښنه اعلان کړې او له دې پرته د حساب کتاب په اړه کومه رسمي کړنلاره نه ده په ډاګه شوې.
ښاغلي حنفي، تور ولګاوه چې د همدې پانګو په اړه د حساب له وېرې یو شمېر پخواني چارواکي او سیاستوال له هېواده بهر تللي دي.
نوموړي ورته مهال د طالبانو له خوا د عمومي بښنې یادونه وکړه چې له مخې يې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د سولې شورا مشر عبدالله عبدالله او مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار په څېر سیاستوال د ده په ټکو "مجرمين" په افغانستان کې دي او بهر ته نه دي تللي.
یادو چارواکو دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د عکس سرچینه، Social media
د طالبانو د رژیم له خوا له پخوانیو سیاستوالو او چارواکو سره د احتمالي حساب کتاب په اړه د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي بي بي سي ته وویل، که داسې کوم حساب کېږي نو له هغه دې د مخالفو سیاستوالو د ټکولو لپاره کار نه اخستل کېږي بلکې له ټولو سره دې وشي که هغه طالب مشران دي او که جنګساران او پخواني حکومتي چارواکي دي.
له پخوانیو سیاستوالو او چارواکو سره د حساب په اړه دا څرګندونې درې ورځې وروسته له هغه کېږي چې د طالبانو په حکومت کې د عدلیې وزارت د استوګنو د لویو مېنو او ښارګوټو د ارزونۍ اعلان وکړ.
دوی وویل له لسو تر پنځلسو داسې لوی ښارګوټي شته چې یا یې ټوله ځمکه غصب شوې او یا یې یوه برخه ځمکه غصب شوې ده.
د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د یو شمېر زیاتو لویو ښارګوټونو خاوندان پخواني سیاستوال او چارواکي دي.











