عمران خان د افغان طالبانو پلاوي سره وکتل؛ پر تجارت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وشوې

د عکس سرچینه، IMRAN KHAN FB
د طالبانو د حکومت پلاوي د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره کتلي دي. د دغه هېواد د لومړي وزیر د دفتر په بیان کې ویل شوي چې عمران خان په دې کتنه کې د طالبانو د حکومت له خوا د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پر کوټلو ګامونو، د ټولو افغانانو بشري حقونو ته په درناوی، په حکومت او سیاست کې د ټولو پر ګډون ټېنګار کړی او دا یې د سیاسي ثبات لپاره مهم بللي دي.
بیان زیاتوي چې لومړي وزیر عمران خان ومنله چې د یوې استثنا او د بشري اړتیا له مخې به هغه غنم چې هند له افغانستان سره ژمنه کړې د پاکستان له لارې د ځانګړو لارو چارو پام کې نیولو سره افغانستان ته ولېږدول شي.
د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر له خوا په خپاره شوې بیان کې ویل شوي چې عمران خان د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو د تګ راتګ د اسانولو، سوداګرۍ، ټرانزیټ اوسیمه ييز اتصال پر اهمیت ټېنګار وکړ.
خو اسلام آباد ته د طالبانو د تللي پلاوي مشر امیر خان متقي د افغانستان په سفارت کې یوې غونډې ته وینا کې وویل چې افغانستان پاکستان ته له منځنۍ آسیا د سوداګرۍ لپاره لاره ورکوي او د پاکستان لومړي وزیر ژمنه کړې چې افغان سوداګر به هم د پاکستان له بندرونو خپل مالونه صادروي.
امير خان متقي وايي، "دوی موږ سره ژمنه وکړه چې د افغانستان مالونه به د پاکستان له لارې نورو هېوادو ته تللی شي، د کراچۍ، ګوادر، واګا له بندره به کار اخيستل کېږي".
په تېرو کلونو کې هم پاکستان ژمنه کړې وه چې د پاکستان د بندرونو له لارې به افغان سوداګر راکړه ورکړه کوي، خو افغان سوداګرو تل شکایت درلود. د تېرو حکومتونو په موده کې پر پاکستان تور لګېده چې د سوداګرۍ او کډوالۍ له مسلو د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
متقي: زموږ اوسنۍ کابينه د ټول شموله حکومت شرط پوره کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د بهرنيو چارو چارسمبالي وزير امير خان متقي د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد د ستراتيژيکو مطالعاتو په انسټيټوټ کې ويلي، "نړيواله ټولنه غواړي چې موږ يو ټول شموله حکومت جوړ کړو خو زموږ اوسنۍ کابينه دا شرط پوره کوي، موږ د ټولو توکمونو استازي لرو".
پرون په اسلام اباد کې د پاکستان، چين، روسيې او امریکا د ټرويکا غونډې په يوه اعلاميه کې له طالبانو وغوښتل شول چې ټول شموله حکومت جوړ کړي او د افغان ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو مساوي حقونه خوندي کړي.
امير خان متقي په اسلام اباد کې د وينا پر مهال وويل، "موږ هېڅکله د امریکا له ولسمشر نه دي غوښتي چې ډونلډ ټرمپ دې په ټول ګډوني حکومت کې شامل کړي".
نوموړي زياته کړه "که د ټول شموله حکومت موخه د اپوزيسيون راوستل وي، موږ ته يوه بېلګه راوښاياست".
ښاغلي متقي ادعا وکړه چې سل په سلو کې د روغتيا برخې ښځينه کارکوونکې بېرته کار ته ستنې شوې دي.









