عمران خان: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د بشري ناورین مخه ونیسي

خان

د عکس سرچینه، Imran Khan

د عکس تشریح، عمران خان وایي، د طالبانو پلاوي ته یې د بشري مرستو ډاډ ورکړی

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د خپل شریک مسؤلیت له مخې په افغانستان کې د بشري ناورین مخه ونیسي.

نوموړي پنجشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی، پاکستان د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته ډاډ ورکړی چې افغانستان سره به تر ممکنه حده بشري مرستې کوي.

یاده دې وي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، په مشرتابه د طالبانو یو پلاوی دا مهال اسلام اباد کې دی او پنجشنبه یې د ټرایکا- پلس ناستې د نورو ګډونوالو- هېوادو له چارواکو سره هم کتلي دي.

په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا پاکستان ته د طالبانو یوه لوړپوړي پلاوی لومړنی سفر دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي د ټرویکا-پلس هېوادونو استازو سره ناسته کې د روان وضعیت په اړه د خپل حکومت دریځ څرګند کړی.

د پاکستان ځانګړي استازي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د ټرویکا-پلس هېوادونو استازو هم د خپلې ناستې په اړه د طالبانو پلاوي ته مالومات ورکړل.

په ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، افغان طالبان له نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي، نو ځکه نړیواله ټولنه هم باید پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړي او طالبانو سره خبرې وکړي.

ښاغلي قریشي دا څرګندونې پنجشنبه اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د 'ټرایکا پلس' هېوادونو ځانګړې غونډه کې وکړې.

غونډه

د عکس سرچینه، Shah Mahmood Qureshi

د عکس تشریح، د ټرایکا پلس هېوادنو استازي پنجشنبه اسلام اباد کې راټول شوي وو

یاده غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ، د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د چین ځانګړي استازي یاو یاو هم ګډون درلود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د دې ناستې کوربه و او ترڅنګ یې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان او کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم موجود وو.

ښاغلي قریشي د غونډې پر ګډونوالو غږ وکړ چې له افغانستان سره سملاسي بشري مرستې وکړي او هلته د انساني ناورین مخه ونیسي.

نوموړي غونډې ته وویل: "موږ ټول د افغانستان په اړه یو شان اندېښنې لرو او هغه هېواد کې مو ګټې هم شریکې دي. دې ګټو ته رسېدل زموږ د ټولو شریک مسؤلیت دی ".

یاده دې وي چې د افغانستان لپاره د امریکا نوی ځانګړی استازی ټام وېسټ خپل نوي رول کې په لومړي ځل د دې کچې یوه غونډه کې ګډون وکړ.

له غونډې وړاندې د پاکستان حکومت په یوه خبرپاڼه کې هیله مندي ښودلې وه چې دا ناسته به په افغانستان کې د پایېدونکې سولې او ټیکاو لپاره روانو هڅو کې مرسته وکړي.

پلاوی

د عکس سرچینه، PAkistan Foreign Office

د عکس تشریح، د افغان طالبانو پلاوی چارشنبه ماښام اسلام اباد ته ورسېد

له دې مخکې پرون د هند پلازمېنه ډیلي کې 'ډیلي امنیتي ډیالوګ ' په نامه غونډه وشوه، چې پاکستان او چین پکې ګډون و نه کړ.

طالبان دې غونډې ته نه وو وربلل شوي، خو د دغو خبرو هرکلی يې کړی دی. وياند یې ذبيح الله مجاهد ويلي، دا ډول خبرې يې هېواد کې د روان حالت په اړه لا غوره پوهاوي ته لار پرانيزی.

د نوي ډیلي پرونۍ غونډه د يو لړ خبرو برخه ده، او ۲۰۱۸ کال کې یې له پيلېدو راهيسې درېيمه ده، چې د هند ښکېلتيا له امله يې پاکستان يوه کې هم برخه نه ده اخيستې.

د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف ويلي، دی به نه ورځي، او هند ته يې په يوې ښکاره اشارې زياته کړې، ګنې يو ورانکاری سوله نه شي راوستی.

د یادونې ده، چې د هند ملي امنیت سلاکار د هند د ملي‌امنیت سلاکار اجیت دووال په مشرۍ دې غونډه کې د هند، روسیې،‌ ایران،‌ قزاقستان،‌ قرغزستان، تاجکستان،‌ ترکمنستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکارانو او نورو چارواکو ګډون کړی و، خو د پاکستان او چین استازي نه و‌ ورغلي.