قریشي: طالبانو ته دې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو راتلونکې ناسته کې بلنه ورکړل شي

د عکس سرچینه، Shaamahmoodqurishi/facebook
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، هیله لري چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په راتلونکې ناسته کې به د افغان طالبانو استازو ته هم بلنه ورکړل شي.
نوموړي دا څرګندونې پنجشنبه اسلام اباد کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره د کتنې پر مهال کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ د دې ډلې یو پلاوی دا مهال د پاکستان په رسمي سفر بوخت دی.
له دې سفر سره هممهاله همدا نن پنجشنبه اسلام اباد کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو (ټرایکا-پلس) استازو خپلمنځي ناسته وکړه.
د افغان طالبانو پلاوي په دې ناسته کې ګدون نه درلود، خو وروسته یې د امریکا، چین، روسیې او پاکستان له استازو سره جلا وکتل او د ټرایکا-پلس ناستې په اړه مالومات ورکړل شول.
طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ویلي، د (ټرایکا-پلس) هېوادونو له استازو سره یې کتنه کې د افغانستان پر سیاسي او بشري وضعیت او د افغان دولت د کنګل شویو شتمنیو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړی وایي، د امریکا، چین، روسیې او پاکستان استازو سره د افغانستان پر امنیتي وضعیت او د بد امنیو د مخنیوي په اړه هم استدلال کړی.
د پاکستان حکومتي چارواکي ټینګار کوي چې افغان طالبان له نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي، او باید چې نړیواله ټولنه هم له دې ډلې سره خبرو ته غاړه کېږدي.
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي همدا راز ویلي، په سیمه کې پر هغو کړیو باید کلک نظر وساتل شي چې افغانستان کې دننه او بهر سوله نه غواړي.

د عکس سرچینه، Shah Mahmood Qureshi/facebook
نوموړي نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بې ثباتي لوی بشري او امنیتي ناورین رامنځته کولی شي، او د مخنیوي لپاره یې باید نړیواله ټولنه طالبانو سره تعامل وکړي.
یاده دې وي چې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو جګپوړی پلاوی پاکستان ته سفر کوي.
تمه کېږي چې دا پلاوی به د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وګوري.
ښاغلي خان پنجشنبه په یوه لنډ بیان کې ویلي، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري ناورین مخه ونیسي.
نوموړي ژمنه کړې ده چې حکومت به یې په دې برخه کې د طالبانو له حکومت او نړیوالې ټولنې سره تر ممکنه حده مرسته کوي.
پاکستان د هغو ګوتو شمېر هېوادونو په ډله کې دی چې له افغان طالبانو سره نږدې اړیکې پالي او دا مهال په کابل کې فعال سفارت هم لري.










