طالبانو کندهار ښار ونیو؛ روزګان، لوګر او غور کې جګړه شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان سوېل ته له کندهار رپوټونه وايي، چې تر درنې جګړې وروسته د دغه ښار مهمې برخې د طالبانو لاس ته ورغلې دي او ځايي چارواکي احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ته کوچېدلي دي.
یوه ځايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، تېره شپه ناوخته له سختې جګړې وروسته طالبان پر کندهار ښار واکمن شول.
د طالبانو ویاندانو هم ویلي، چې دا ډله اوس پر دغه ښار واکمنه ده.
د کندهار لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی والي حاجي یوسف وفا غږیز پیغام کې وايي، چې ښار بند دی، پکار دی ترافیک خپلو دندو ته ستانه شي.
نوموړی د ښاروالۍ له کارمنانو هم غواړي چې لارې خلاصې کړي او زیاتوي: "د جمعې ورځ ده رخصتي ده، پکار ده نور کارمنان سبا خپلو دندو ته ستانه شي، مامورین او نور کسان چې کار یې کاوه ټول دې خپلو کارونو او ریاستونو ته راشي. "
نوموړی له سوداګرو، صرافانو او شرکتونو هم غواړي چې کارونه پیل کړي: "نور چې چا د فاسدې ادارې سره کار کاوه، کورونو کې دې پاتې شي له امنیتي کسانو سره دې تماس ونیسي، امنیتي کسانو سره دې اړیکه ونسي، د امارت له خوا ټولو ته بښنه ده، بلې خوا ته دې نه ځي. "
طالبانو له څو اونیو راهیسې کندهار کې بریدونه پیل او د چارشنبې په ورځ یې د دغه ولایت محبس هم مات کړ.
کندهار د افغانستان دویم تر ټولو ستر ښار او په افغان تاریخ کې پر سیاسي اهمیت سربېره د سوداګرۍ له پلوه هم ډېر مهم دی.

د عکس سرچینه، EPA
طالبان د جمعې په ورځ د کندهار د دوو نورو ولسوالیو دامان او تخته پل د نیولو خبره هم کوي او هم د غور پر ولایتي مرکز فیروزکوه د ولکې ادعا کوي.
چارواکو تراوسه د طالبانو د وروستیو پرمختیاوو په هکله څه نه دي ويلي.
بلې خوا ته د لوګر مرکز پل علم کې هم جګړه شوې او طالبان ادعا کوي چې د ولایت مقام، د جلب او جذب مرکز او ګڼې نورې سیمې یې نیولې دي.
په ورته مهال د روزګان والي محمد عمر شېرزاد هم یوه ویډیو پیغام کې وايي، طالبانو ځايي مخور ور لېږلي او د عامه شتمني او ولس ته د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د جګړې نه کولو غوښتنه ترې کوي.
که څه هم دی وايي، له دې ډلې سره خبرې کوي او ګوري به چې پایله یې څه ده، خو طالبان وايي، چې والي سره له ټول امنیتي او ولسي پرسونل دې ډلې ته اوښتی دی.
طالبانو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان لوېدیځ کې تر ټولو مهم ښار هرات او تر هغه مخکې بادغیس او د هلمند لښکرګاه سربېره غزني ښار هم ونیو.
غزني پر کابل-کندهار سړک پروت مهم ستراتیژیک ولایت دی.
د طالبانو دې چټک پرمختګ سره امریکا او بریتانیا د خپلو وګړو اېستلو لپاره افغانستان ته سرتېري استوي. کاناډا هم د خپلو وګړو او کارمنانو د اېستلو لپاره پوځیان استوي.
د افغانستان مختلفو سیمو کې د جګړې ډېرېدو سره تېره میاشت زرګونه خلک بې کوره او ان تر کابل ورسېدل.
د ماشوم ژغورنې صندوق وايي، ۷۲ زره ماشومان له شمالي ولایتونو کابل ته کډه شوي دي.









