د کندهار ولایت پر مقام هاوان برید؛ طالبانو پر هوایي ډګر هم هاوانونه توغولي

کندهار

د عکس سرچینه، Kandahar Media Office

د کندهار ولایت پر مقام، هوايي ډګر او اتل قول اردو پر مرکز چارشنبه د هاوان بریدونه شوي خو چارواکي وايي ځاني زیان یې نه دی اړولی. سرچینو بي بي سي ته ویلي له دې بریدونو سره هم مهال امریکايي ځواکونو یو ځل بیا په ارغنداب ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

کندهار ښار کې لومړی برید نن (چارشنبه اپریل ۷ ) د ولایت پر مقام شوی. چارواکي وايي له نامعلوم لوري څلور چریکي هاوانونه د ولایت پر مقام توغول شوي چې دوه یې د ولایت په مقام او دوه نور یې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبد الرازق په مقبره کې لګېدلي دي.

چارواکي وايي په دې برید چې په تېرو درې ورځو کې دویم برید دی چا ته زیان نه دی اوښتی.

له دې څو ساعته وروسته ماسپښین مهال د کندهار ښار سویل ختیځه څنډه کې پر هوايي ډګر او اتل قول اردو هم د هاوان بریدونه شوي دي.

د کندهار هوايي ډګر یوه برخه کې امریکايي ځواکونه میشت دي او تر څنګ یې د ۲۰۵ اتل قول اردو هم موقعیت لري.

د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مشر خواجه یحیی علوي وایي هاوانونه توغول شوي خو په بیدیا کې لګېدلي دي .

د کندهار هوایي ډګر کې یوه سرچینه بیا وایي ، چي څلور هاوانونه پر دغې سیمه توغول شوي، چي دوه یې د هوایي ډګر اړوند سیمه او دوه یې د ۲۰۵ اتل قول اردو په انګړ کي لګېدلي دي خو د سر زیان یې نه دی اړولی.

طالبانو پر هوايي ډګر او اتل قول اردو د برید مسؤولیت منلی. د دغې ډلې ویاند یوسف احمدي پر ټویټر یوه بیان کې ویلي دا برید دوی نن غرمه کړی او په وینا یې د "شریر دښمن مرکز " په نښه شوی دی.

د کندهار والي روح الله خانزاده د دې بریدونو په تړاو یوه امنیتي غونډه کې ویلي چې افغان ځواکونو ارغنداب کې "دښمن ته تاریخي ماتې ورکړې ده او اوس د خپلې ماتې پټولو په هڅه کې دی".

په ارغنداب کې د امریکايي الوتکو بمبار

ارغنداب عملیات

د عکس سرچینه، 205 ATAL CORPS KANDAHAR

د عکس تشریح، افغان پوځ وايي په ارغنداب کې چې طالبان څو اونۍ وړاندې پرې پراخ بریدونه کړی وو د طالبانو ضد عملیات چټک او پراخ کړي دي

د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مشر خواجه یحیی علوي ویلي چې پرون سې شنبه افغان ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د کندهار په ارغنداب او ژیړۍ ولسوالیو کې عملیات کړي دي. ښاغلي علوي ادعا وکړه چې په دې عملیاتو کې ۱۹ وسله والو طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

ښاغلي علوي په دې عملیاتو کې د امریکا هوايي ځواک د ګډون په اړه څه ونه ویل خو ارغنداب کې یوې ځايي دولتي باوري سرچینې بي بي سي ته وویل امریکايي ځواکونو نن سهار په دغې ولسوالۍ پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

دې سرچینې چې د نوم نه ښودلو په شرط یې بي سي سره خبرې کولې وویل امریکايي جټ الوتکو د طالبانو مرکزونه په نښه کړي دي .

د ارغنداب د ژوندیو هدیره سیمه کې یوې بلې سرچینې هم بي بي سي ته دا تایید کړه چې په دغې سیمه کې امریکايي جټ الوتکو پر طالبانو بریدونه کړي دي.

وسلوالو طالبانو څو ورځي وړاندي ویلي وو ، امریکایي ځواکونو د دوحې د سولي تړون نقض کړي او د کندهار تر څنګ په یو شمېر نورو سیمو کي ددوي پر وسله والو او د دوی د ادعا له مخې پر ملکي وګړو هوایي بریدونه کوي .

طالبانو ګواښ کړی وو چې که دا عملیات بند نه شي نو د دې ډلې په وینا د دفاع لپاره مناسب ګامونه پورته کړي.

افغان ځواکونه، چي د امریکایي ځواکونو هوایي ملاتړ ورسره دی له تېرو څلورو ورځو راهیستي د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کي عملیات چټک او پراخ کړي دي.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت وویل چې د دغې ولسوالۍ اتیا سلنه برخه یې له وسله والو تصفیه کړې ده.