پغمان کې چاودنو امنیتي کسانو ته مرګژوبله اړولې؛ افغان پوځ وایي "تر سلو ډېر" طالب وسله وال یې وژلي

د عکس سرچینه، Mujahid Twitter
د افغان پلازمېنې کابل پولیسو چارواکي وایي، یکشنبه مازدیګر مهال د دې ولایت پغمان ولسوالۍ کې د یوې موټربم چاودنې پایله کې لږ تر لږه درې امنیتي کسان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.
پولیس وایي، چاودېدونکي توکي په یوه کورولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي ول، او هغه مهال یې چاودنه وکړه چې د امنیتي ځواکونو یو کاروان د پغمان له پنجه چنار سیمې تېرېده.
وسله والو طالبانو د دې بریدو مسئولیت منلی او ادعا کوي چې په کې تر ۴۵ ډېر امنیتي کسان وژل شوي او ټپیان دي.
یاده ډله وایي، دا برید یې په دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان پوځ د عملیاتو په غبرګون کړې کړی دی.
طالبانو همدا راز ویلي، یکشنبه سهار یې د همدې پغمان ولسوالۍ قرغه سیمه کې د افغان پوځ پر رېنجر موټر برید کړی او دوه تنه امنیتي کسان یې وژلي دي. افغان چارواکي دې برید کې د یو امنیتي کس د وژل کېدو پخلی کوي.
په ورته وخت کې د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، په ارغنداب ولسوالۍ کې یې د یکشنبې پر شپه د طالبانو یو برید په شا تمبولی او د دې ډلې ۷۵ وسله وال یې وژلي او ۱۲ ټپیان دي.
د کندهار د امنیت امر غورځنګ اپرېدی وایي، په دې کسانو کې د طالبانو لس مهم قومندانان هم شامل دي.
طالبانو د نوموړي دې ادعا په اړه لا څه نه دي ویلي، خو یوه جلا اعلامیه کې یې ادعا کړې چې افغان پوځ ګڼو ولایتونو کې عملیات کړي او د عامو خلکو کورونه یې وېجاړ کړي.
ګڼو ولایتونو کې د افغان پوځ عملیات

د عکس سرچینه، Ministry of Defence
بله خوا د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په یو شمېر ولایتونو کې خپلو پوځي عملیاتو کې یې لږ تر لږه ۳۷ طالب وسله وال وژلي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.
دغه عملیات په زابل، ننګرهار، تخار او هرات ولایتونو کې ترسره شوي دي.
امنیتي چارواکي وایي، دې عملیاتو کې یې د طالبانو یو قومندان عبدالله ناصري، چې په عبیده مشهور دی، هم وژلی دی.
طالبانو د دفاع وزارت دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو په یوه جلا اعلامیه کې یې ادعا کړې چې په کندهار، بدخشان، ننګرهار او خوست کې دافغان پوځ ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې د عامو کلیوالو کورونه وېجاړ شوي دي.
دغه ډله همدا راز وایي، یاد عملیات د بهرنیو ځواکونو په پوځي او استخباراتي مرسته شوي، چې د دوی په وینا د دوحې له تړونه سرغړونه ده.
طالبان وایي، خپل پوځي کمېسیون ته یې سپارښتنه کړې ده چې که چېرې دا عملیات بند نه شي، د دفاع لپاره دې مناسب ګامونه پورته شي.
د افغانستان ګڼو برخو کې د جګړې او تاوتریخوالي رپوټونه په داسې حال کې ترلاسه کېږي چې ټاکل شوې ده افغان چارواکي او طالبان د روانې اپرېل میاشتې پر شپاړسمه نېټه په ترکیه کې د سولې خبرو ته سره کښېني.
ټاکل شوې ده چې په دې ناسته کې، چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې ترسره کېږي، په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي، اوربند او راتلونکي حکومت جوړښت او نظام په اړه خبرې وشي.










