کابل کې بریدونه او کندهار کې بمبار؛ لس کسان وژل شوي، دفاع وزارت د ولسي مرګ ژوبلې څېړنه کوي

ارغنداب کې هوايي برید تېره شپه شاوخوا اته بجې شوی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارغنداب کې هوايي برید تېره شپه شاوخوا اته بجې شوی

افغان امنیتي ځواکونه وايي، د کندهار ارغنداب ولسوالۍ چاڼیزو عملیاتو کې یې د اوو ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۶۳ وسله وال طالبان وژلي. خو د سیمې خلک وايي، ټول وژل شوي ولسي وګړي دي.

د ملي امنیت ۰۳ قطعه په یوه خبرپاڼه کې وايي، د کندهار ارغنداب اړوند د خانه ګرداب (شاتورې، جازه، سرشوین، میان شوی او پای شوین) کلیو کې یې د وسله والو پرضد چاڼیز عملیات کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، "اووه ځانمرګي بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې د ٠٣ قطعې د هاوان ټیم له خوا د دوی په پټنځایونو کې له نورو طالبانو سره یوځای له منځه یوړل شول."

دفاع وزارت په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي، ارغنداب کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څېړنې کوي. دغه وزارت وايي، ددغې څېړنې لپاره د کندهار امنیه قومندانۍ، ۲۰۵ اتل قول اردو او د ارغنداب ولسوالۍ د چارواکو ګډ پلاوی جوړ شوی.

وړاندې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې د کندهار ډنډ، ژېړۍ، ارغنداب، میوند او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې یې ۵۱ طالبان وژلي دي.

سرچینې ویلي افغان ځانګړو ځواکونو په دغو عملیاتو کې ګڼ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی وايي بریدونه تېره شپه شاوخوا اته بجې شوي.

د طالبانو غبرګون

په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې کندهار کې د خپلو جنګیالیو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو ادعا یې کړې چې وژل شوي ولسي وګړي دي.

له دې سره د ارغنداب اوسېدونکو هم ويلي، تېره شپه دې ولسوالۍ کې د یوه ساعت لپاره بمباري روانه وه او ولسي وګړي پکې وژل شوي دي.

د سیمې خلک زیاتوي چې په دغو بریدونو کې د بورا اکا په نامه د یوه ځايي اوسیدونکي کور هم لګیدلی، چې دوه وروڼه، مېرمن او څلور ماشومان یې پکې وژل شوي.

د سیمې یوه اوسېدونکي عبدالصمد بي بي سي ته وویل، وژل شوي د ده خپلوان دي: "بورا اکا زما د تره زوی دی - د مېرمنې او څلورو ماشومانو په ګډون یې د کورنۍ اوه غړي وژل شوي."

د ارغنداب یوه بل اوسېدونکي عبدالوکیل بي بي سي ته وویل، دوی ته ویل شوي چې له دې سیمې کډې وکړئ، دلته عملیات او هوايي بریدونه کېږي.

د ارغنداب په ځینو برخو کې لاهم جګړه روانه ده، او ویل کېږي طالبانو هلته دوه پلونه او ځینې پولچکونه نړولي چې د امنیتي ځواکونو د ورتګ مخه ونیسي. عبدالوکیل وايي، اوس دوی په دې سړه هوا کې چېرې کډې وکړي.

کابل کې چاودنه او د څارنوال وژل کېدل

پر خواله رسنیو یو موټر ښکاري چې اور یې اخیستی او لوګی ترې پورته کېږي.

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، پر خواله رسنیو یو موټر ښکاري چې اور یې اخیستی او لوګی ترې پورته کېږي.

د کابل پولیس وايي، د یکشنبې په ګهیځ د پنځلسمې حوزې اړوند پروان هوټل سیمه کې د ولسي جرګې د یوه غړي موټر پورې نښلول شوي چاودېدونکي توکي چاودلي، چې دوه کسان پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. له دې سره د کابل اتمه ناحیه (سید نور محمد شاه مېنه) کې بیا ناپېژاندو وسله والو یو څارنوال وژلی دی.

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز ویلي، پېښه نن (لیندۍ/قوس ۲۳مه/ ډیسمبر ۱۳مه) سهار شاوخوا ۷:۵۴ بجې شوې ده.

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

تر اوسه د دغې چاودنې مسئولیت کومې ډلې نه دی منلی.

پر خواله رسنیو یو موټر ښکاري چې اور یې اخیستی او لوګی ترې پورته کېږي.

فردوس فرامرز وايي، نن ګهیځ د کابل ښار اتمه ناحیه کې ناپېژاندو وسله والو د حبیب الله په نامه یو څارنوال وژلی دی.

پرون ګهیځ (لیندۍ ۲۲) ګهیځ وختي د کابل ښار شمال خیر خانه کې له یوه سراچه ګاډي لس توغندي توغول شوي وو، چې ځینې یې پر استوګنیزو سیمو لګېدلي، یو ولسي وګړی یې وژلی او دوه نور ټپیان کړل.

د کام ایر امنیتي سلاکار جنرال صبور د بي بي سي خبریال نصیر بهزاد ته وویل، لس توغندي کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر شاوخوا او دوه د هوايي ډګر د ننه لګېدلي او د کام ایر هوايي شرکت پر یوه الوتکه د توغندي پارچه لګېدلې او تاشکند ته یې الوتنه لغوه شوې ده.

دا په تېره یوه میاشت کې دویم ځل دی چې د کابل ښار په زړه کې د توغندیو بریدونه کېږي.

د پروني برید مسئولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

کابل

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، توغندي د شنبې په ګهیځ شاوخوا شپږ نیمې بجې توغول شوي.

د تېرې نومبر میاشتې پر ۲۱مه هم د کابل ښار پر ځینو برخو توغندي توغول شوي وو، چې اته کسان پکې ووژل شول.

پر کابل ښار د توغندیو توغول نوې خبره نه ده، د سږ کال زمري میاشت کې هم پر کابل ۱۴ توغندي توغول شوي وو.

هغه وخت د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو، یو توغندی پر ارګ لګېدلی، چې د تشریفاتو د برخې شپږ کسان پکې ټپیان شوي دي.