داعش د کابل توغندیزو بریدونو مسئولیت منلی

د عکس سرچینه، Getty Images
"اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې کابل کې د تېرې ورځې د توغندیزو بریدونو مسئولیت منلی او ادعا یې کړې چې دولتي ودانۍ او بهرني سفارتونه یې په نښه کړي دي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا نن د شپږ نیمو بجو غوڼډه کې د تېرې ورځې د راکټي بریدونو د وژل شویو شمېر لس او ټپیانو ۵۱ یاد کړي دي.
بل خوا، د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وایي، دا لومړی بريد نه دی، په جنګي حالاتو او شرایطو کې به دغسې بریدونه دوام وکړي، دی وايي د کابل تېرې ورځې بريدونو په تړاو یو کس نیول شوی او پلټنې ترې روانې دي.
ښاغلی اندړ وايي، جګړه دومره پېچلې شوې چې ټول اصول یې تر پښو لاندې کړي او یو تخریب په اسانه کېدلی شي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پرون ویلي وو چې ، د شنبې په ګهیځ (لیندۍ/قوس لومړۍ) پر کابل ښار ۲۳ توغندي ویشتل شوي، چې ۸ کسان پکې وژل شوي او ۳۱نور ټپیان دي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین پر ټوېټر لیکلي، د لیندۍ پر لومړۍ سهار ۸:۵۰ بجې یوشمېر توغندي پر کابل ښار توغول شوي دي.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، پر کابل ښار د توغندیو ویشتل د دوی کار نه دی، چې په وینا یې "موږ په ګڼ مېشتو ځایونو ړندو ګوزارونو ته اجازه نه ورکوو."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
توغندي پر کومو سیمو لګېدلي؟
طارق ارین ویلي، له یوه سوزکي ډوله ګاډي ۲۳ توغندي د کابل ښار ۹،۱۰، ۱۵، ۱۱، ۱۶، او ۲ حوزو پر اړوندو سیمو ویشتل شوي، چې لږتر لږه اته کسان پکې وژل شوي او ۳۱ نور پکې ټپیان دي:
- دویمه حوزه: څلور توغندي لګېدلي چې ۱ کس یې وژلی او ۱۰ نور ټپیان دي.
- ۱۱ حوزه: ۴ توغندي لګېدلي، ۳ کسان یې وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي.
- ۱۶ حوزه: یو توغندی لګېدلی، یو کس پکې وژل شوی او ۴ نور ټپیان دي.
- لسمه حوزه: ۷ توغندي لګېدلي، چې ۳ کسان یې وژلي او درې نور ټپیان دي.
- ۱۵ حوزه: ۳ توغندي لګېدلي، چې مرګ ژوبله نه لري.
- نهمه حوزه: یو راکټ لګېدلی چې دوه کسان یې ټپیان کړي.
غبرګونونه
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د توغندیزو بریدونو په غبرګون کې ویلي، ولسمشر دا بریدونه غندلي او وايي چې د نړیوالې ترهګرۍ د ځپلو لپاره "ګډې مبارزې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري له ترورېزم سره د مبارزې ستراتېژۍ ملاتړ ته اړتیا ده."
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په هېواد کې د روان تاوتریخوالي پاموړ کموالی او د دایمي اوربند منل سولې ته د ورنژدې کېدو تر ټولو مهمه اړتیا ده.
ولسمشر د نننیو توغندیزو بریدونو د عاملینو موندلو او مجازات کولو امر کړی دی.
په کابل کې د امریکا سفارت یوه خبرپاڼه کې نننیو توغندیزو او د چسپکي ماینونو چاودنو ته په غبرګون کې افغانستان کې امریکايي اتباعو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د سفر او ګرځېدو راګرځېدو پرمهال احتیاط ورکړي.
سفارت وايي، په افغانستان کې امنیت ډېر بې ثباته شوی او افغانستان کې ټولو امریکايي وګړو ته خطر جدي دي.
د سفارت د شاردژافېر له ادرسه په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، سفارت له هغو امریکايي وګړو چې غواړي افغانستان کې پاتې شي، جدي غوښتنه کوي د خپل خوندیتوب پر پلانونو لا ډېر غور ورکړي، د خپل شخصي امنیت لپاره مناسب ګامونه واخلي او پر چارچاپېر ښه خبر اوسي، د تازه پېښو په اړه سیمه ییزې رسنۍ وڅاري او خپله ویښتابه لا ډېره کړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
راس وېلسن پر ټوېټر لیکلي، "زه په کابل کې ننني توغندیز بریدونه او د چسپکي ماینونو چاودنې غندم. افغانان باید په ترهه کې ژوند ونه کړي. د امریکا متحده ایالتونه به له خپل افغان شریکانو سره خپل کار ته دوام ورکړي چې د دا ډول بریدونو مخه ونیسول شي."
کابل کې د پاکستان سفارت ننني توغندیز بریدونه غندلي او وايي په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د افغان سولې بهیر لپاره خپلې هلې ځلې کوي، ځینې کړۍ د سولې د اغېزمنولو هڅه کوي.
کابل کې د ترکیې سفارت د نن ورځې راکټي بریدونه په سختو ټکو غندلي او ویلي یې دي، وسله وال د ملکي وګرو ژوند ته پام نه کوي او بې غوره دي ځکه یې خپله موخه ګرځوي.
په کابل کې د ایران سفارت پر ټوېټر لیکلي، یو توغندی د سفارت انګړ کې لګېدلی، چې پارچې یې د سفارت پر ودانۍ او ښیښو لګېدلې، خو مرګ ژوبله نه لري او د سفارت کارمنان خوندي دي.

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، EPA
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر فېسبوک د سهار شپږ نیمو بجو ناستې ننني فېسبوک تبصرې کې لیکلي، پر کابل ښار د نننیو توغندیزو بریدونو په اړه به سبا ته نور جزییات وړاندې کړي.
پر دې سربېره، نن ګهیځ د کابل چهل ستون او ختیځ احمد شاه بابا مېنه کې پر موټرو پورې نښل شوي ماینونه چاودلي.
په دواړو پېښو کې پوځي ګاډي په نښه شوي. د چهل ستون چاودنه مرګ ژوبله نه لري، خو د احمد شاه بابا مېنې چاودنه کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
پر کابل ښار د توغندیو توغول نوې خبره نه ده، د سږ کال زمري میاشت کې هم پر کابل ۱۴ توغندي توغول شوي وو.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
دا توغندي پر داسې وخت توغول شوي وو، چې ولسمشر محمد اشرف غني دفاع وزارت کې د خپلواکۍ پر څلي د ګلانو اېښودو په حال کې و.
هغه وخت د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو، یو توغندی پر ارګ لګېدلی، چې د تشریفاتو د برخې شپږ کسان پکې ټپیان شوي دي.









