پر کابل ښار د لسو توغندیو برید؛ یو کس یې وژلی ځینې الوتنې یې څو ساعته وځنډولې

کابل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ځینې توغندي پر استوګنیځو سیمو لګېدلي چې یو ولسي وګړی یې وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار شمال خیر خانه کې له یوه سراچه ګاډي لس توغندي توغول شوي، چې ځینې پر استوګنیځو سیمو لګېدلي، یو ولسي وګړی یې وژلی او دوه نور ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین ویلي، درې توغندي د هوايي ډګر شاوخوا، پنځه د نهمې امنیتې حوزې پر استوګنیزې سیمې او یو د همدې امنیتي حوزې اړوند پر زن اباد سیمه او بل د خواجه رواش پر استوګنیزه سیمه لګېدلي چې یو کس پکې وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

طارق ارین وايي، وژل شوی او ټپيان ولسي وګړي دي.

بل خوا، د کام ایر امنیتي سلاکار جنرال صبور د بي بي سي خبریال نصیر بهزاد ته وویل، نن سهار نهه توغندي کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر شاوخوا کې او دوه د هوايي ډګر د ننه لګېدلي او د کام ایر هوايي شرکت پر یوه الوتکه د توغندي پارچه لګېدلې او تاشکند ته یې الوتنه لغوه شوې ده.

ښاغلی صبور وايي، د توغندیو د بریدونو له کبله د ترکیې له استانبول نه ټاکل شوې الوتنې وځنډېدې، هوايي ډګر بند شو او یوه راتلونکې الوتکه د مزار شریف هوايي ډګر کې کښېناستله.

نوموړی وايي، په هوايي ډګر کې منتظر مسافر هم دوه - درې ساعته منتظر پاتې شول او د هوايي ډګر او الوتنو چارې بېرته پیل شوې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د زکیه رضايي په نامه یوې مسافرې، چې له کابله بامیانو ته یې الوتنه لرله بي بي سي ته وویل، د توغندیو له کبله یې الوتنه وځنډېده.

اغلې رضايي وايي، ټول مسافر وارخطا شوي وو او د نورو توغندیو راتلو په وېره کې وو، چې ښايي الوتنه یې لغوه شي.

دا په تېره یوه میاشت کې دویم ځل دی چې د کابل ښار په زړه کې د توغندیو بریدونه کېږي.

د دغه برید مسئولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د تېرې نومبر میاشتې پر ۲۱مه هم د کابل ښار پر ځینو برخو توغندي توغول شوي وو، چې اته کسان پکې ووژل شول.

توغندي د شنبې په ګهیځ شاوخوا شپږ نیمې بجې توغول شوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، توغندي د شنبې په ګهیځ شاوخوا شپږ نیمې بجې توغول شوي.
الوتکه

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، پر خواله رسنیو دا عکس لاس په لاس شوی، چې وايي ننني برید کې د یوه خصوصي هوايي شرکت پر الوتکه د توغندي پارچه لګېدلې ده

د هغه برید مسئولیت"اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې منلی او ادعا یې کړې وه چې دولتي ودانۍ او بهرني سفارتونه یې په نښه کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، د (لیندۍ/قوس لومړۍ) پر کابل ښار ۲۳ توغندي ویشتل شوي، چې ۸ کسان پکې وژل شوي او ۳۱نور ټپیان دي.

وسله وال طالبان وايي د کابل د توغندیو بریدونو کې دوی لاس نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: "موږ په ګڼ مېشتو ځایونو ړندو ګوزارونو ته اجازه نه ورکوو."

پر کابل ښار د توغندیو توغول نوې خبره نه ده، د سږ کال زمري میاشت کې هم پر کابل ۱۴ توغندي توغول شوي وو.

هغه وخت د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو، یو توغندی پر ارګ لګېدلی، چې د تشریفاتو د برخې شپږ کسان پکې ټپیان شوي دي.

د ویډیو تشریح، پر کابل توغندیز برید کې اته کسان وژل شوي