تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر کابل ښار د لسو توغندیو برید؛ یو کس یې وژلی ځینې الوتنې یې څو ساعته وځنډولې
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار شمال خیر خانه کې له یوه سراچه ګاډي لس توغندي توغول شوي، چې ځینې پر استوګنیځو سیمو لګېدلي، یو ولسي وګړی یې وژلی او دوه نور ټپیان دي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین ویلي، درې توغندي د هوايي ډګر شاوخوا، پنځه د نهمې امنیتې حوزې پر استوګنیزې سیمې او یو د همدې امنیتي حوزې اړوند پر زن اباد سیمه او بل د خواجه رواش پر استوګنیزه سیمه لګېدلي چې یو کس پکې وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
طارق ارین وايي، وژل شوی او ټپيان ولسي وګړي دي.
بل خوا، د کام ایر امنیتي سلاکار جنرال صبور د بي بي سي خبریال نصیر بهزاد ته وویل، نن سهار نهه توغندي کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر شاوخوا کې او دوه د هوايي ډګر د ننه لګېدلي او د کام ایر هوايي شرکت پر یوه الوتکه د توغندي پارچه لګېدلې او تاشکند ته یې الوتنه لغوه شوې ده.
ښاغلی صبور وايي، د توغندیو د بریدونو له کبله د ترکیې له استانبول نه ټاکل شوې الوتنې وځنډېدې، هوايي ډګر بند شو او یوه راتلونکې الوتکه د مزار شریف هوايي ډګر کې کښېناستله.
نوموړی وايي، په هوايي ډګر کې منتظر مسافر هم دوه - درې ساعته منتظر پاتې شول او د هوايي ډګر او الوتنو چارې بېرته پیل شوې دي.
د زکیه رضايي په نامه یوې مسافرې، چې له کابله بامیانو ته یې الوتنه لرله بي بي سي ته وویل، د توغندیو له کبله یې الوتنه وځنډېده.
اغلې رضايي وايي، ټول مسافر وارخطا شوي وو او د نورو توغندیو راتلو په وېره کې وو، چې ښايي الوتنه یې لغوه شي.
دا په تېره یوه میاشت کې دویم ځل دی چې د کابل ښار په زړه کې د توغندیو بریدونه کېږي.
د دغه برید مسئولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
د تېرې نومبر میاشتې پر ۲۱مه هم د کابل ښار پر ځینو برخو توغندي توغول شوي وو، چې اته کسان پکې ووژل شول.
د هغه برید مسئولیت"اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې منلی او ادعا یې کړې وه چې دولتي ودانۍ او بهرني سفارتونه یې په نښه کړي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، د (لیندۍ/قوس لومړۍ) پر کابل ښار ۲۳ توغندي ویشتل شوي، چې ۸ کسان پکې وژل شوي او ۳۱نور ټپیان دي.
وسله وال طالبان وايي د کابل د توغندیو بریدونو کې دوی لاس نه لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: "موږ په ګڼ مېشتو ځایونو ړندو ګوزارونو ته اجازه نه ورکوو."
پر کابل ښار د توغندیو توغول نوې خبره نه ده، د سږ کال زمري میاشت کې هم پر کابل ۱۴ توغندي توغول شوي وو.
هغه وخت د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو، یو توغندی پر ارګ لګېدلی، چې د تشریفاتو د برخې شپږ کسان پکې ټپیان شوي دي.