تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر کابل ښار توغندیز برید مرګ ژوبله لري
پر کابل ښار له نامعلوم لوري دوه توغندي توغول شوي چې له امله یې درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
توغندي نن چهارشنبه (جولای ۵مه) تر غرمه مهال توغول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، پر کابل توغول شوي توغندي د ښار په پنځمه ناحیه کې لګېدلي دي.
د نوموړي په خبره، لومړی توغندی په یوه کور لګېدلی چې له امله یې یوه مېرمن او یو ماشوم وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، دویم توغندی پر یوه شړ ځای لکېدلی چې مرګ ژوبله یې نه ده رامنځته کړې.
د کابل پولیس وايي، د دې پېښې په تړاو یې څېړنې پیل کړي دي.
تر اوسه کومې ډلې د توغنديو توغولو مسوولیت نه دی منلی.
پر کابل ښار توغندي پر داسې مهال توغېږي چې په وروستیو کې په ټول افغانستان په ځانګړي ډول کابل کې ناامنۍ زیاتې شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي موده وړاندې وویل، کابل هره ورځ تر څلوېښتو امنیتي ننګونو سره مخامخېږي چې دوی یې له ۶۰ تر ۸۰ سلنې ګواښونو په شنډولو توانېږي.