تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پرینکا چوپړا د یوه پوسټ بیه څو لکه ډالر ده؟
پرینکا چوپړا د انسټاګرام د شتمنو څلورم کلني نوملړ کې د بالیووډ لومړنۍ ستورې ده چې نوم یې شاملېږي.
د انسټاګرام اړوند وېبپاڼه هوپر اېچ کیو لیکي چې د هغې یو پوسټ تر دوه لکه ۸۹ زره ډالر تر لاسه کوي.
پرینکا چوپړا په انسټاګرام کې له څلور پنځوس میلیونو ډېر څارن یا فالور لري.
د دې وېبپاڼې له مخې د هند مشهور کرېکټ لوبغاړی ویرات کولي سږني نوملړ کې ۲۶ ځای لري او د هغه یو پوسټ دوه لکه ۹۶ زر ډالر جوړوي.
د سلو کسانو دې نوملړ کې د هند کوم بل مهم شحصیت ته ځای نه دی ور کړی شوی.
دې وېبپاڼه کې د هالیووډ وتلی ستوری ډواین جانسن د نوملړ سر کې دی او د یوه پوسټ ممکنه ارزښت یې څه باندې یو میلیون ډالر دی.
نوموړی ۱۸۷ میلیون څارن لري.
تر تېر کال د نوموړي ارزښت په انستاګرام کې ۱۵ سلنه ډېر شوی دی.
نوموړي کایلي جونز او کرسټیانو رونالډو شا ته کړي دي.
پرینکا چوپړا د بالیووډ بریالیو هنرمنو کې ده.
نوموړې هند کې پر څو فلمي ایوارډونو ګټلو سربېره د ملي فلم ایوارډ پدم شري هم ګټلی دی.
ټایم مجلې نوموړې سلو اغېزناکو کسانو کې بللې ده.
فوربز مجلې هم پرینکا د نړۍ سلو اغېزناکو ښځو کې بللې ده.