تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر کابل توغندیز برید کې اته کسان وژل شوي
نن کابل ښاریانو ورځ د راکټونو په اورېدو پیل کړه. ټول ۲۴ توغندي پر افغان پلازمېنه وتوغول شول. د کورنیو چارو وزارت وایي د توغندیو لګېدو له امله ۸ کسان مړه شوي او ۳۱ نور ټپیان دي. ټول قربانیان ملکیان دي. پړه یې حکومت پر طالبانو اچوي خو هغوی وايي د دې بریدونو تر شا نه دي. صابر عزیز بشپړ جزیات لري.