بې پولې خبريالان: نړيواله جنايي محکمه دې پر افغان خبريالانو بريدونه وڅېړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بې پولې خبريالانو نړيواله ټولنه وايي، افغانستان کې تېر يو کال د خبريالانو پر وړاندې د جنايتونو په تړاو يې د جرمونو نړيوالې محکمې ته يوه دوسيه سپارلې او د دغو جرمونو په تړاو يې د پلټنې غوښتنه کړې.
دا ټولنه وايي د ١٣٩٩ م کال له وري مياشتې تر اوسه افغانستان کې يوولس خبريالان او رسنوال وژل شوي دي.
د بې پولې خبريالانو ټولنې د جرمونو نړيوالې محکمې ته سپارلې دوسيه کې غوښتنه کړې چې د محکمې د منشور له ١٥ مادې سره سم دې افغانستان کې د خبريالانو وژنې د جنگي جنايتونو په توګه وپلټي.
د دې ټولنې ویناپاڼه کې هغې اجازې ته چې له مخې یې د جرمونو نړیواله محکمه افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او نورو ښکیلو لوریو د احتمالي جنګي جرمونو په اړه د څېړنو جوګه بلل شوې اشاره کړې او ویلې یې دي، د همدې اجازې په اډانه کې دې د هغو جنایتونو څېړنې هم وشي چې د خبریالانو او د رسنیو د کارمنانو په حق کې شوي دي.
د دې وژنو د عاملینو د محاکمې په موخه د بې پولې خبریالانو ټولنې د جنايي جرمونو نړیوالې محکمې له څارنوالې فاتو بن سو غوښتنه کړې ده چې دا پریکړه دې محکمه وکړي چې له دې سره د جنګي جرمونو او یا د روم اساسنامې له مخې د بشریت ضد جرمونو په څېر د بلې ګټه ګورۍ جرمونو په څېر چلن وکړي.
په دې بیان کې په جلال اباد ښار کې د انعکاس راډیو تلویزیون د درې ښځینه کارکوونکو او خبریالې ملاله میوند، په هلمند کې د ازادۍ راډیو د خبریال الیاس داعي، د غور غږ راډیو د مسؤول مدیر بسم اله عادل، د اسیو شیټیډ پرس او الجزیره خبریال رحمت الله نېکزاد، د خورشید تلویزیون خبریال او کارکوونکي هر یو ضمیر امیري او شفیق الله ذبیح وژنې، د خبریالانو ضد جنایتونو د بیلګو په توګه یادې شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بې پولې خبریالانو ویلي دا ټول ځکه په نښه شوي چې له خبري رسنیو سره یې کار کاوه. بیان کې دغه راز ویل شوي چې بې پولې خبریالان داسې د منلو وړ دلایل لري چې ښيي وسله والې ډلې، په تېره طالبان او یا د دوی اړوند ډلې د وژنو د دې لړۍ مسؤول دی.
طالبانو که څه هم د دوی په وینا د رسنیو له خوا د بې پرۍ توب نه ساتلو له امله خبریالانو ته ګواښونه کړي خو په وار وار یې په دا ډول هدفي وژنو کې لاس لرل رد کړي دي.
دې ټولنې ویلي افغانستان کې په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې د ۱۶ بهرنیو خبریالانو په ګډون ۱۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
په ۲۰۲۱ کې د بې پولې خبریالانو د ارزونې له مخې د بیان ازادۍ د شاخص له مخې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۲۲ هېواد دی.










