پاکستان کې له دوو لادرکه شويو خبریالانو یو یې پیدا شوی

د عکس سرچینه، AFP
په پاکستان کې له دوو خبریالانو چې پښتونخوا او قبایلي سیمو کې یې له بهرنیو رسنیو سره دندې درلودې او په تېرو دوو ورځو کې ورک شوي ول یو یې پیدا شوی دی.
شهنواز ترکزی چې د مشال راډیو خبریال دی د پښتونخوا په شبقدر کې له خپل کارځي څاګرو ادارو، له ځان سره پورته کړی و چې اوس بېرته پیدا شوی.
ویل کېږي ښاغلی ترکزی پاکستان کې د چارواکو له خوا د پوښتنو ګرېږنو لپاره بیول شوی و، خو تراوسه پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ښاغلي ترکزي لپټاپ کمپیوټر هم وړل شوی و.
اسلام ګل اپریدی بل خبریال دی چې له اسټرالیايي راډیو سره کار کوي.
نوموړی د قبایلي سیمې دی، خو له اسلام اباد خپل وطن ته پر لار ور ک شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره اونۍ پاکستان کې د یوه ځايي تلوېزون خبریال هم له کور بهر وژل شوی و.
طالبان د دغه خبریال وژل مني او وايي، چې نوموړي د پاکستان د څارګرې ادارې اې اېس لپاره کار کاوه.
پاکستان هم د خبریالانو د کار لپاره ناامن هېواد بلل کېږي.
وخت ناوخت په دغه هېواد کې رسنوال د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي یا هم مظاهرې کوي.








