د بشري حقونو څار سازمان: وسله وال طالبان په لوی لاس خبریالان په نښه کوي

د عکس سرچینه، Social media
د بشري حقونو څار سازمان 'هیومن رایټس واچ ' وايي، وسله وال طالبان په لوی لاس په افغانستان کې د ښځو په ګډون خبریالان په نښه کوي.
د دغې ادارې په وینا د دوی موندنې ښيي چې طالب قومندانان او وسله وال کسان یې په کابل او هغو سیمو کې چې دوی پکې نفوذ لري د رسنیو اړوند کسانو سره په تاوتریخوالي او ګواښونو کې لاس لري.
له دې مخکې په افغانستان کې د رسنیو ملاتړ ادارو ویلي و چې تېر یوه کال کې ۱۱ خبریالان وژل شوي او نژدې ۵۰ نور اړ شوي چې له هېواده بهر ته کډوال شي.
د بشري حقونو څار سازمان په رپوټ کې چې نن 'پنجشنبه اپریل ۱ 'خپور شوی ویل شوي چې د افغانستان په لر او بر کې پر خبریالانو له هغه وروسته بریدونو زور اخیستی چې د قطر په دوحه کې د سولې (بین الافغاني) خبرې پیل شوې دي او دې سره د سولې او ثبات راتګ بهیر کې د رسنیو خپلواکي او د بیان ازداۍ ته اندېښنې زیاتې شوې دي.
د هیومن رایټس واچ تازه رپوټ وايي، هغه کسان چې خبریالان ګواښي، د هغوی د فعالیتونو، کورنیو او تګ راتګ معلومات لري او بیا دا معلومات د دې لپاره کاروي چې خبریالان یا د ځان سانسور، له فعالیته لاس پر سر کېدو ته اړ ایستل شي او یا له تاو تریخوالي سره مخامخ شي.
رپوټ وايي، د ولسوالیو او ولایتونو په کچه طالب قومندانان او وسله وال ملګري یې د خپل نفوذ له ساحې بهر خبریالانو ته هم لیکلي او شفاهي ګواښونه کوي.
د بشري حقونو څار دغې ادارې په رپوټ کې د افغان خبریالانو له قوله ویل شوي چې د دې ګواښونو او خطرونو له کبله د رسنیو هېڅ یو کارکوونکي ځان خوندي نه محسوسوي.
د هیومن رایټس واچ دغه تازه رپوټ د ۲۰۲۰ کال نومبر او روان ۲۰۲۱ کال د مارچ میاشتو تر منځ له ۴۶ افغان خبریالانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی، چې ۴۲ یې د افغانستان په بادغېس، غزني، غور، هلمند، کابل، کندهار، خوست، وردګ او زابل ولایتونو کې فعالیتونه لري.
په رپوټ کې له ۴ هغو خبریالانو سره هم مرکې شوې چې د دې ګواښونو له کبله له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

رپوټ کې ویل شوي، چې یو شمېر خبریالان د طالبانو له لوري د څو ساعتونو یا څلرویشتو ساعتونو لپاره نیول شوي، خو کورنیو یې وروسته له لوړپوړو طالبانو سره اړیکه نیولې او خبریالان بیا خوشي شوي دي.
رپوټ زیاتوي داسې پېښې ښيي چې د طالبانو وسله وال کولای شي، د خپلو سیاسي او نظامي مشرانو له اجازې پرته هم خبریالان په نښه کړي.
په رپوټ کې دوحه کې د طالبانو سیاسي مشرانو یادونه شوې چې هغوی د خپلو وسله والو ملګرو له لوري د خبریالانو ګواښل ردوي، خو په وینا یې دوی له خبریالانو یوازې دا غواړي چې د دوی په وینا ''اسلامي ارزښتونو '' ته درناوی وکړي.
له دې مخکې طالبانو د خبریالانو په وژنه کې لاس لرل رد کړي دي، خو د هیومن رایټس واچ رپوټ کې ویل شوي، ''طالب قومندانان د هدفي وژنو په ګډون د سزا ورکولو لپاره پراخ واکونه لري. ''








