په ژوندوني مړه

له ښۍ خوا: رحمت الله نېکزاد، ملاله میوند او الیاس داعي
د عکس تشریح، له ښۍ خوا: رحمت الله نېکزاد، ملاله میوند او الیاس داعي
    • Author, شازیه حیا
    • دنده, بي بي سي کابل

"زه ذکیه نېکزاد یم د هغه کونډه".

د تیلېفون له غوږۍ مې په غزني کې د وژل شوي ازاد خبریال رحمت الله نېکزاد د مېرمنې حوصله، ډاډ او زړه ورتیا درک کولی شوه.

له غېږې یې د شپږ میاشتني ماشوم غږ راته، دې نېکزاد د ښه زوی، ورور، پلار او مېړه په توګه وستایه.

ذکیه وایي، "مېړه مې خوش طبیعته، سرشاره، د حجرو او راشه درشې کس و. زه ورسره ډېرې ښې خاطرې لرم. زموږ د سوکالۍ په فکر کې و".

د ذکیې په خبره، نېکزاد به کور کې تر ډېره خپل وخت د خپلو اولادونو پر روزنه تېراوه او دا یې هیله وه چې اولادونه به یې د ده په څېر یوه ورځ رسنیو کې کار وکړي.

د ذکیې له خولې مې یوه کمسارې خبره وارېده چې اکثرا ښځه یې نه کوي.

دا وایي، "نېکزاد شاوخوا درې کاله مخکې بل واده کړی و، خو زه او کشره ښځه یې دواړه ترې خوښې وو موږ ته یې سوکاله ژوند برابر کړی و او زموږ د ژوند ورځنۍ اړتیاوې به یې پوره کولې".

د ویډیو تشریح، افغان خبرياله ملاله ميوند د ناپېژانده وسله والو بريد کې وژل شوې

د نېکزاد کشره ښځه چې پر خپل دویم ماشوم میندواره ده، د دوو کالو زوی ورسره پاتې دی.

په هلمند کې بیا د ازادۍ راډیو وژل شوي خبریال الیاس داعي نه دوه نیم کلنه لور پاتې ده.

د داعي مور خپل زوی خوږ ، مهربانه، شوخ طبیعته، ځیرک انسان بولي.

دا وایي، "پر داعي ډېره ګرانه وم. ما ته به یې ویل چې حج ته به مې بیايي. زه ناروغه یم نو ژر ژر داکټر ته ځم. زوی مې راته موټر اخیستی و چې په تګ راتګ کې په عذاب نه شم. اوس هغه موټر هم نه غواړم زه مې زوی غواړم هغه یې رانه واخیست".

په ننګرهار کې د خصوصي ټلویزیون "انعکاس" د وژل شوې ۲۶ کلنې خبریالې ملاله میوند خور سره مې هغه وخت خبرې وشوې چې دا د ملالې قبر سر ته ناسته وه.

ملاله میوند او ورور یې حماد
د عکس تشریح، په جلال اباد کې د وژل شوې خبریالې ملالې میوند ورور حماد له نظره اوس ورته دنیا تیاره شوې.

د ملالې خور ۲۲ کلنه فاطمه الزهراء دا د خپلو دوو خویندو او وروڼو مور بولي:

"ملاله د کور مشره زو ذات وه، دا ۱۱ کلنه وه چې مور مو شهیده شوه نو له هغه وروسته دې زموږ سرپرستي کوله. ملاله مو مور او بیا خور وه".

فاطمه خپله خور ملاله زړه سوانده، خواري کښه، خوش اخلاقه، با استعداده او ښه خبریاله بولي.

دا وایي، "ملاله د حقوقو پوهنځي دریم ټولګي محصله وه، رسنیو سره یې مینه وه نو دا ۷ کاله یې ورسره کار کاوه. دې زموږ ټولو لګښت پوره کاوه او موږ یې نه پرېښودو چې له کوره بهر کار وکړو. موږ یې زدکړو ته تشویقولو".

خبریال مري، غم یې کورنۍ ته پاتې کېږي!

ملاله
د عکس تشریح، فاطمه خپله خور ملاله زړه سوانده، خواري کښه، خوش اخلاقه، با استعداده او ښه خبریاله بولي.

"د مرګ نه یې څو شېبې وړاندې ویل نن ماښام بچو ته ښه خواړه راوړم چې زړه کې یې ارمان پاتې نه شي".

خو هغه ماښام کې یې بیا جنازه بېرته کورته راغله.

په غزني کې د وژل شوي خبریال رحمت الله نېکزاد مېرمنې په خبره، ده په رسنیو کې شاوخوا ۱۸ کاله کار وکړ. له هېچا سره یې دوښمني نه لرله او نه یې هم د ګواښ خبره کړې وه:

"نېکزاد له خپل مسلک سره مینه لرله ناامنو سیمو ته به زه هم ورسره تلم چې څوک ورباندې شک ونه کړي او خطر ورته پېښ نه شي. هر څه سم روان وو، خو کابل کې د یما سیاوش په نوم د پخواني خبریال په وژنې سره موږ ته هم اندېښنه پیدا شوه. نېکزاد به سخت اندېښمن و خو له غزني د وتو او پناه ځای ورته نه و".

حمت الله نېکزاد

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، په غزني کې د وژل شوي خبریال رحمت الله نېکزاد مېرمنې په خبره، ده په رسنیو کې شاوخوا ۱۸ کاله کار وکړ. له هېچا سره یې دوښمني نه لرله

ذکیه نېکزاد وایي، د ډیسمبر پر ۲۱ مه یې مېړه د ماښام لمانځه لپاره جومات ته روان شو چې کور او جومات سره یې نژدې پر ډزې وشوې:

"د نېکزاد کالي مې سمول چې د ډزو غږونو سره مې لوڅې پښې بهر ته منډې کړې لاره کې د نېکزاد څپلۍ پرتې وې دی مې د جومات مخې ته پروت او ټپي وموند ۱۱ مرمۍ لګېدلی و. لا ژوندی و، د ده سر مې چې غېږ کې ونیو ساه یې ورکړه".

د نېکزاد له وژنې پوره ۴۰ ورځې وړاندې په هلمند کې د ذکیې په څېر د ازادۍ راډیو د خبریال الیاس داعي ۲۷ کلنه ښځه روښانه کونډه شوه.

"داعي ووژل شو، خو موږ یې په ژوندوني مړه کړو".

د روښانې او داعي تر منځ بحثونه تر ډېره د خبریالۍ او د رسنیو د دندې په پرېښېدو و.

د روښانې په خبره مېړه یې د جګړې په لومړۍ کرښه کې کار کاوه. د ډېرو راپورونو پر سر به ګواښل کېده، خو ده به خپلې کورنۍ ته غږ نه کاوه.

نېکزاد

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، د نېکزاد کشره ښځه چې پر خپل دویم ماشوم میندواره ده، د دوو کالو زوی ورسره پاتې دی.

داعي د نومبر ۱۲ مه د پنجشنبې پر ورځ کور ته نژدې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

"د جمعې پر ورځ یې کلیزه وه، خو هغه یې راته وواژه. زما مېړه یې د حقیقت ویلو له امله وواژه".

په جلال اباد کې د وژل شوې خبریالې ملالې میوند خور فاطمه د هغې غمیزې یادونه کوي چې دا څلور خویندې او وروڼه د ملالې په تلو بې سرپرسته شوې دي.

"یوې خور ته به له دې غټ غم څه وي چې خپله وژل شوې خور په دې هیله روغتون ته وړي چې ښايي هلته ژوندۍ پاتې شي؟!".

"سهار یې نوې جامې واغوستې او له کوره د دفتر په لور روانه وه چې د ډزو غږونه شول. ما او ورور مې ورمنډې کړې پر موږ هم ډزې وشوې. څو شېبې وروسته چې بیا نژدې ورغلو ملاله میوند په وینو کې لته پته پرته او مړه وه".

د خبریال له مرګ وروسته!؟

داعي
د عکس تشریح، د داعي مور خپل زوی خوږ، مهربانه، شوخ طبیعته او ځیرک انسان بولي.

کله مو فکر کړی چې له اسمان پر ځمکه لوېدل په څه مانا وي؟

دا خبره په غزني کې د وژل شوي خبریال نیکزاد میرمنې ذکیې ډېره راته کړې.

"د مېړه له وژل کیدو وروسته مې کور قبرستان او زه او پنځه ماشومان مې د مړو په څیر یو. ژوند مو له خاورو سره یو شوی. شپه او ورځ دې ته سوچ کوم چې اولادونه مې پر څه وساتم".

ذکیې ته د خپلو خپلوانو ډاډګیرنه د دې په خوله دا ده چې افغانستان کې یتیمان او کونډې ډېرې دي خیر ته مه خپه کېږه.

د نیکزاد له وژل کېدو وروسته یې ماشومان له زدکړو هم پاتې شوي دي.

د نیکزاد میرمن- چې نالوستې او له خپلو پنځو ماشومانو سره یوازې ژوند کوي- وایي، د مېړه له مرګ وروسته یې د دسترخوان پر سر وچه ډوډۍ کمه او د ماشومانو اوښکې ډېرې شوې دي.

"له داسې ژوند مرګ راته ښه دی. دومره څه نه لرم چې ان د غیږې زوی ته مې شیدې واخلم. له اسمان پر ځمکه ولوېدو!!!"

خبریال ځي خو کور او کورنۍ په تیارو کې ترې پاتې کیږي.

الیاس داعي
د عکس تشریح، په هلمند کې بیا د ازادۍ راډیو وژل شوي خبریال الیاس داعي نه دوه نیم کلنه لور پاتې ده.

په جلال اباد کې د وژل شوې خبریالې ملالې ورور حماد له نظره اوس ورته دنیا تیاره شوې.

ځینې وایي، نارینه په اسانه نه ژاړي خو حماد د خپلې وژل شوې خور په اړه د خبرو پیل ان په ژړغوني غږ وکړ.

"هره شپه تر ناوخته سوچونو کې ډوب یم خوب نه لرم دې ته فکر کوم چې اوس خپله ۷ کسیزه کورنۍ څنګه وساتم. پیسې له کومه کړم. ملاله زموږ مټ او وزر وه اوس نیمګړي شوي یوو".

ملاله د خپلې کورنۍ یوازینۍ ګټیالۍ وه. دې د خپلو ۴ خویندو وروڼو د زدکړو ټول لګښت ورکاوه چې اوس دا مسوولیت د تازه ۲۱ کلن او د پوهنتون لومړي ټولګي زدکوونکي حماد دی.

"ژوند مو تریخ شوی. له ډېرو سوچونو رواني تکلیف راته پیدا شوی. نه پوهېږم د کورنۍ سرپرستي څنګه وکړم؟"

نو غرور، ترور او د زړه خفه کول مه کوئ! د ملالې ورور اوس هم دا دعا کوي چې خور به یې ورته بېرته راشي دا بیا په هلمند کې د وژل شوي خبریال الیاس داعي کورنۍ هیله هم ده.

د خبریالانو کورنۍ چا ته مخ واړوي؟

د ویډیو تشریح، افغان خبریال الیاس داعي په چاودنه کې ووژل شو

د افغانستان ملي امنیت ریاست وایي، د رحمت الله نیکزاد دوه قاتلین یې نیولي دي. دغه ریاست وایي، دا کسان له بنده خوشي شوي طالبان دي. طالبانو لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

د افغان حکومت په خبره د ملالې میوند او داعي قاتلین یې هم نیولي او په دې پېښه کې د نورو ښکېلو کسانو د نیولو په هڅه کې دي.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، په تېرو ۱۹ کلونو کې دې په دې هېواد کې ۱۳۳ خبریالانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په وروستیو دوو میاشتو کې پر مدني فعالانو، خبریالانو او د بشري حقونو پر مدافعینو بریدونه ډېر شوي دي.

که څه هم طالبان په دې بریدونو کې لاس لرل ردوي، خو افغان حکومت وایي، په هېواد کې د وروستیو هدفي وژنو او چسپکي ماینونو مسئول تر ډېره وسلوال طالبان دي.