کورنیو چارو وزارت: د ملالې میوند او الیاس داعي قاتلین ونیول شول

ن

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په جلال اباد کې د وژل شوې افغانې خبریالې ملالې میوند او همدا راز څه موده وړاندې په هلمند کې د وژل شوي خبریال الیاس داعي وژونکي یې نیولي دي.

ملاله میوند د پنجشنبې پر سهار جلال اباد ښار کې دفتر ته پر لاره له خپل موټر چلوونکي محمد طاهر سره یو ځای د ناپېژاندو وسلوالو لخوا ووژل شوه.

الیاس داعي، چې په سویلي هلمند ولایت کې د ازادۍ راډیو خبریال و، د تېرې نومبر میاشتې پر دولسمه نېټه په لښکرګاه ښار کې پر موټر یې د چسپکي ماین چاودنه کې وژل شوی و.

د پنجشنبې پر ورځ د ملالې میوند له وژنې څو ساعته وروسته د ننګرهار والي ضیا الحق امرخېل پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: "نن مو له خپلې هغې ژمنې سره سم چې د خپلې شهیدې خور ملالۍ (میوند) له کړېدلې کورنۍ او د ننګرهار له پتمنو ولسونو سره کړې وه، د مظلومې شهیدې قاتلین چې په خپل جرم یې اعتراف هم کړی، د ملي امنیت ځواکونو په همکارۍ ونیول".

ښاغلي امرخېل همدا راز زیاته کړې:" قاتلین به د قانون منګولو ته سپارل کېږي او شخصاً به یې له قضایي او عدلي ارګانونو سره تعقیبوم چې د خپل جرم په سزا ورسېږي".

همد راز د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، د ملالې میوند وژونکی او ورسره بل ملګری کس یې نیولي دي او څېړنې ترې روانې دي. ښاغلی ارین وایي، نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

ښاغلي ارین همدا راز هلمند کې د ازادۍ راډیو وژل شوي خبریال الیاس داعي د وژونکي د نیولو خبره هم کړې ده او وایي، مجرم پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ادعا کوي چې د الیاس داعي په وژنه تورن نیول شوی کس د طالبانو د "د چریکي ډلې غړی دی ". خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

ملاله میوند څوک وه؟

ملاله

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، ملاله میوند د کرېکټ مبصره هم وه او د افغان کرېکټ لوبډلې پر سیالیو به یې تبصرې کولې.

ملاله میوند ۲۵ کلنه وه او له تېرو اوه کلونو راهیسې يې په رسنیو کې کار کاوه. نوموړې کلونه وړاندې ننګرهار کې د سختو شرایطو پر مهال رسنیو ته راغله، ملالې د انعکاس تلویزیون تر څنګ په نورو رسنیو کې هم د کار سابقه لرله.

هغې پر رسنیز فعالیت سربېره ټولنیز فعالیتونه هم کول او د مېرمنو د حقوق غوښتنې په برخه کې هم فعاله وه او اس مهال د حقوقو او سیاسي علوملو په برخه کې پر زده کړو بوخته وه.

ملاله میوند د کرېکټ مبصره هم وه او د افغان کرېکټ لوبډلې پر سیالیو به یې تبصرې کولې. نوموړې تېره شپږیزه کې لومړنۍ خبریاله وه چې د لوبو ډګر کې یې نندارچیانو ته پر لوبو تبصرې کولې.

د ملالې ورور حماد وایي، د خور په وژل کېدو سره له خپلې مبارزې نه په شا کېږي:

"زما د میوند لوی ارمان په هېواد کې سوله وه او دا ارمان یې ګور ته یووړ، زه به ان شاءالله هڅه کوم چې د هغې ټول ارمانونه پوره کړم او خپلې مبارزې ته به دوام ورکوم."

غبرګونونه

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د ملالې پر مړینه د هېواد د لوړپوړو چارواکو په ګډون د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو هم سخت غبرګونونه ښودلي.

د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي وایي حکومت دې نور د بې ګناه خلکو د وژل کېدو مخه ونیسي.

ننګرهار کې خبریالانو هم د وژل شوې خبریالې ملالې میوند وژل کېدل غندي او له حکومت ګیله من دي او وایي، د خبریالانو په ساتنه کې پاتې راغلی او هېڅ ژمنه یې نه ده عملي کړې.

دوی له حکومت او وسله والو ډلو غواړي چې د رسنیو کارکوونکي دې خپل هدف نه ګرځوي.

د ارګ د فیسبوکپاڼې له مخې، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملاله میوند او د هغې د موټروان وژل غندي:

"زموږ رسنۍ او خبریالان چې په سختو شرایطو کې د هېواد، سیمې او نړۍ له حالاتو څخه د خلکو د خبرولو لپاره کار کوي، پر دوی بریدونه بشري ضد جنایت او نه بښونکی عمل دی. "

د افغانستان د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله هم د یوې خبرپاڼې خپرولو سره د دې خبریالې وژل غندلي دي.

افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړې اداره نۍ وايي، د ملاله میوند وژل کېدو سره ښځینه خبریالانو ته د کار چاپېریال لا تنګېږ: "خبریالانې به نور خبریالۍ ته زړه ښه نه کړي، دا هغه څه دي چې د افغان ولس د پوهاوي دوښمنان یې له ډېر وخت هڅه کوي. "

نۍ د بې دفاع خبریالانو وژل د "بشر ضد جنایت بولي" او د دې پېښې د عاملانو نیول غواړي:

"دا وژنه ښيي چې ترهګر پر هیچا زړه سوی نه کوي او حکومت یې هم په پېژندلو کې پاتې راغلی دی. "

بهرني غبرګونونه

د ملاله میوند جنازه په شېرزي لوبغاړي کې وشوه.

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، د ملاله میوند جنازه په شېرزي لوبغاړي کې وشوه.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموریت د ملاله میوند پر وژلو خواشیني ښيي او وايي، پر رسنوالو بریدونه د بیان پر ازادۍ برید دی او هیڅکله د زغملو نه دی.

"موږ هیله لرو چې د دې بوږنوونکي جرم پلټنه وشي او عاملان یې د عدالت منګولو ته وسپارل شي."

کابل کې د بریتانیا سفیره الیسن بلېک هم د ملاله میوند او د هغې د موټروان وژل غندي:

"د دوی د مرګ پلټنه باید وشي او وژونکي یې باید د دې بد عمل له امله له عدالت سره مخ شي."

کابل کې جرمن سفارت هم خپل ټوېټ کې لیکي: "د انساني حقونو نړیواله ورځ افغانستان کې د یوې خبریالې د وژلو خبر سره پیل شوه. موږ د رسنیو او مدني ټولنې پر استازو او ولسي وګړو بریدونه سخت غندو او باید ودرول شي."

د افغانستان لپاره د ډنمارک سفیره مټي کنوډسن د ملاله میوند وژل غندي او خپل ټوېټر کې زیاتوي:

"دا ډول وژنې د اعتراض چوپولو په مانا دي او باید ټول یې وغندي. راځئ د بیان ازادۍ د ملاتړ لپاره سره یو شو."

افغانستان او خبریالان

افغانستان د خبریالانو لپاره په نړۍ کې یو خطرناک او ناامن هېواد دی.

د ملاله میوند وژل کېدو سره دا په څه باندې یوه میاشت کې د رسنیز ډګر دریم کس دی چې وژل کېږي.

د تېر نومبر پر اومه پخوانی خبریال یما سیاوش په کابل کې ووژل شو. د تېر نومبر پر ۱۲ د هلمند مرکز لښکرګا کې خبریال الیاس داعي ووژل شو.

هغه مهال د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې بي بي سي ته وویل، افغانستان کې سږ کال د الیاس داعي په ګډون شپږ خبریالان وژل شوي، خو د ملاله میوند وژل کېدو سره اوس دا شمېر اوو ته رسېږي.

د دې ادارې په خبره، افغانستان کې تېرو ۱۹ کلونو کې ۱۳۳ خبریالان وژل شوي او تر دې ډېر ټپیان شوي دي.