د الیاس داعي وژنه؛ ولسمشر غني: ترهګر د رسنیو رسا غږ نه شي محدودولی

د عکس سرچینه، الیاس داعي
د افغانستان سوېلي ولایت هلمند کې چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د پنجشنبې په ورځ سهار په مرکز لښکرګاه کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، الیاس داعي د هغه موټر پسې نښتی یا چسپکي ماین له امله وژل شوی دی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د الیاس داعي وژنه د رسنیو د رسا غږ خاموشول بللي.
غبرګونونه
د ارګ پر وېبپاڼه خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له خولې ویل شوي، "ترهګرې ډلې د دغه وړ جنایتونو او بریدونو په کولو سره د بیان ازادي او د خبریالانو رسا غږ نشي محدودولی، ځکه زموږ د هېوادوالو، رسنیو او خبریالانو دا قانوني حق او لاسته راوړنه په ډېرو کوښښونو او قربانیو ترلاسه شوې، چې حکومت یې ساتنې، پالنې او لا ودې ته ژمن دی."
په کابل کې د امریکا سفارت شارزدافېر پر ټوېټر د الیاس داعي وژنه غندلې ده. راس وېلسن لیکلي، پر الیاس داعي برید د وینا پر ازادۍ برید دی. پر خبریالانو بریدونه باید سملاسي ودرول شي.
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د الیاس داعي د وژنې په غبرګون کې ویلي، "د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د ارواښاد الیاس داعي کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) له درباره شهید داعي ته د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر استدعا کوم."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، "الیاس داعي یو پياوړی او ریالست خبریال و، چې تل یې د مسلکي خبریال په توګه د ټولنې حقایق انعکاس کول او د ولسونو درد یې منعکس کاوه. له بده مرغه چې د افغانستان دښمنانو ونشو زغملی."
ښاغلي عبدالله لیکلي، د رسنیو او خبریالانو هدف ګرځول "د دوښمن د بزدلۍ او ناکامۍ ښکارندوي کوي او د بیان پر ازادۍ برید دی. دا برید هېڅ ډول توجیه نه لري او اړتیا ده په هر اړخیز ډول وڅېړل شي څو عاملین یې په سزا ورسېږي."
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړی صدیق الله توحیدي وايي دې برید کې د الیاس داعي د وژل کېدو ترڅنګ د هغه ورور مجتبی محمدي چې د جرمن غږ راډیو خبریال وو ټپی شوی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د هلمند ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې دې چاودنه کې یو ماشوم او یو بل ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.
تراوسه د دې پېښې مسئولیت چا نه دی منلی.
الیاس داعي د هلمند واشیر ولسوالۍ کې پر ۱۳۶۶ لمریز کال زېږېدلی او په دغه ولایت کې یې تر لیسانس لوړې زدکړې کړې وې.
الیاس داعي واده کړی او یوه لور لري.
نوموړي پر ۲۰۰۶ کال له ځايي رسنیو سره خبریالي پیل کړه او له ۲۰۰۸ راهیسې یې په هلمند کې له ازادي راډیو سره کار کاوه.
د زړور خبریال جایزه

د خبریالانو مدافع بنسټ کابل پرېس کلب د صمد روحاني په نوم د زړور خبریال سږنۍ جایزه الیاس داعي ته ورکړې وه.
د دې جایزې د ورکړې لامل هم د هلمند جګړې له لومړۍ کرښې د نوموړي غوره رپوټونه بلل شوي وو.
صمد روحاني د بي بي سي خبریال پر ۲۰۰۸ کال د هلمند مرکز لښکرګاه کې ورک او بیا یې دوه ورځې وروسته مړی د لښکرگا ښار ته څيرمه په بولان هديره کې وموندل شو.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړی صدیق الله توحیدي وايي، له درې څلورو کلونو راهیسې الیاس داعي له ګواښ سره مخ و:
تېر کال هم زموږ کمېټې الیاس داعي او څو نور خبریالان له لښکرګاه کابل ته را وبلل او کله چې وضعیت ښه شو، بېرته ستانه شول.
د نوموړي په خبره، ده چې هلمند کې د جګړې له ډګر کوم رپوټونه ورکول نو ښکېل لوري ترې ناراض و:
"اوس مالومه نه ده چې د الیاس داعي موټر کې کوم سازمان یا کسانو ماین اېښی دی او نه چا مسوولیت منلی دی."
د رسنوالو لپاره خطرناک افغانستان

د عکس سرچینه، الیاس داعي
افغانستان د خبریالانو لپاره په نړۍ کې یو خطرناک او ناامن هېواد دی.
تېره شنبه په کابل کې پخوانی خبریال او د افغانستان بانک د رسنیو برخې سلاکار یما سیاوش هم خپل موټر پسې د نښتي ماین چاودنه کې ووژل شو.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، افغانستان کې سږ کال د الیاس داعي په ګډون شپږ خبریالان وژل شوي دي.
د دې ادارې په خبره، افغانستان کې تېرو ۱۹ کلونو کې ۱۳۳ خبریالان وژل شوي او تر دې ډېر ټپیان شوي دي.








