کندهار کې وسله والو یو خبریال وژلی

د عکس سرچینه، FB: Arghand Abdulmanan
د افغانستان سوېلي کندهار ولایت امنیتي سرچینو بي بي سي ته ویلي، وسله والو مخالفانو د عبدالمنان ارغند په نوم یو ازاد خبریال د ښار په څنډه کې وژلی دی.
د کندهار امنیه قومندانۍ مرستیال ویاند مطیع الله هلال د بي بي سي محفوظ ذبیدي ته وویل، د چارشنبې (غویی ۵مه) په ورځ ګهیځ اشاوخوا نهه بجې د کندهار ښار نهمه امنیتي حوزه کې پر موټر سایکل سپرو وسله والو مخالفینو پر ارغند ډزې کړې او وژلی یې دی.
نوموړی وايي، دوی د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
عبدالمنان ارغند ازاد خبریال و، چې له کابل نیوز تلوېزیون او ځینو نورو رسنیو سره یې هم خبریالي کوله.
ښاغلي هلال دا هم وویل، چې وړاندې هم وسله والو مخالفانو ښاغلي ارغند ته د مرګ ګواښ کړی و.
تر اوسه وسله والو طالبانو د ښاغلي ارغند د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د کندهار د خپلواکو خبریالانو ټولنې د عبدالمنان ارغند د قاتلینو د نیول کېدو غوښتنه کړې.
وسلوالو طالبانو رسنیو ته ته د یوې اعلامیې په استولو سره د "خندق" په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل.
طالبانو په یوه اعلامیه کې دا هم ویلي چې د دې عملیاتو اعلانولو سره هممهاله یې بګرام هوايي اډه باندې توغندیز برید کړی دی.
که څه هم دوی په دغه برید کې بهرنیو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
خو د بګرام ولسوال عبدالشکور د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، دوه توغندي توغول شوي وو، مګر هوا کې شنډ کړل شول.
هر کال په افغانستان کې د خبریالانو د تاوتریخوالي پېښې ثبتېږي. تېر ۲۰۱۷ کال په افغانستان کې د خبریالانو لپاره ډېر خونړی و.
د خبریالانو د مصونیت کمېټه وايي، په تېر زیږدیز کال کې د رسنیو لږترلږه ۲۰ کار کوونکي وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي.
همدارنګه د نی دفتر هم ویلي، چې له ۱۳۸۰ راهیسې تر اوسه تر ۸۰ ډېر خبریالان وژل شوي دي.









