وسلوالو طالبانو پسرلني عملیات اعلان کړل

د عکس سرچینه، .
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
وسلوالو طالبانو رسنیو ته د اعلامیې په استولو سره د خندق په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل.
طالبانو په یوه اعلامیه کې دا هم ویلي چې د دې عملیاتو اعلانولو سره هممهاله یې بګرام هوايي اډه باندې توغندیز برید کړی دی.
که څه هم دوی په دغه برید کې بهرنیو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
خو د بګرام ولسوال عبدالشکور د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، دوه توغندي توغول شوي وو، مګر هوا کې شنډ کړل شول.
طالبانو تېر کال د خپلو عملیاتو نوم منصوري او وړم کال یې عمري اېښودلی و، خو سږني عملیات یې خندق بللي دي.
وسلوال طالبان وايي، دې عملیاتو کې پر امریکايي "یرغلګرو" او د هغوی د ملاتړو په ځپلو، ټکولو او ژوندي نیولو تمرکز ولري.
د سولې خبرو ردول

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتیژي له مخې پر وسلوالو طالبانو او د هغوی په ملاتړي پاکستان د فشار ډېرولو خبره شوې.
خو طالبان د افغان- امریکا تړون او د دوی په خبره، افغانستان کې د جګړې تازه کولو لپاره امریکایي اډېد سولې خبرو په مخ کې خنډ دي.
"دا هغه عوامل دي چې امریکایان یې له مخه د هرډول سولې امکانات سبوتاژ او په افغانستان کې د جګړې پر تشدید او غزولو ټینګار کوي او د اسلامي امارت د مذاکراتو دریځ ته منفي جواب وایې".
افغان ولسمشر د تېرې پرورۍ پر ۲۸ د کابل بهیر غونډه کې له طالبانو سره له مخ شرط پرته خبرو وړاندیز وکړ.
هغه دا هم وویل، چې دوی له طالبانو سره اوبند او د سیاسي ګوند په توګه منلو ته چمتو دي.
که څه هم وسلوالو طالبانو د ولسمشر غني دغه وړاندیز ته ځواب ور نه کړ، خو د سولې عالي شورا ویل چې دا ډله د سولې په تړاو خپلمنځي خبرې کوي.
دې شورا دا هم وویل، چې که طالبان خبرې کوي دوی ورته هر ځای دفتر پرانیځي.
مګر وسلوالو طالبانو په خپله اغلامیه کې د سولې په تړاو دا هڅې د دوی د کمزوري کولو د وسیلې په توګه بللې، نه د تلپاتې سولې لپاره.
پر طالبانو فشار

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو اعلان په داسې مهال دي چې د ډونلد ټرمپ د ستراتیژۍ له مخې پر دې ډله هوايي بریدونه ډېر شوي دي.
وسلوالو طالبانو افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او د دوی د هوايي عملیاتو ډېرېدلو ته هم اشاره کړې.
"د ټرمپ جنګي ستراتیژي چې له تیرو شاوخوا (۹) میاشتو راهیسې د مظلومو افغانانو په کلیو او بانډو کې په وحشت سره پلي کیږي".
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ستراتیژۍ اعلانېدلو یوه میاشت وروسته او په تېر سپتمبر میاشت کې امرکايي رسنیو وویل:
" په سپټمبر میاشت کې افغانستان کې د طالبانو او داعش ډلې پر وړاندې ۷۵۱ هوايي بریدونه شوي، چې دا په تېرو اتو کلونو کې د بمبارۍ تر ټولو لوړه کچه وه".
په ورته مهال په دې بمبار کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده.








