یما سیاوش؛ پخوانی خبریال او د افغانستان بانک د عامه اړیکو مسوول چاودنه کې ووژل شو

یما سیاوش، حمدالله انس او امین الله رضايي چې نننۍ پېښه کې ووژل شول.

د عکس سرچینه، Da Afghanistan Bank

د عکس تشریح، یما سیاوش، حمدالله انس او امین الله رضايي چې نننۍ پېښه کې ووژل شول.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې پولیس وايي، پخوانی افغان خبریال او د افغانستان بانک د عامه اړیکو مسوول یما سیاوش سهار نږدې اته بجې( د شنبې ورځ د نومبر ۷) څلورم مکرویان کې د چاودنې له امله ووژل شو.

د پولیسو په خبره، دې پېښه کې دوه نور کسان هم وژل شوي دي.

یما سیاوش دې وروستیو کې د افغانستان بانک سره د عامه اړیکو د مسوول دنده پیل کړې وه.

دې پېښه کې بل وژل شوی کس د بانک د ریاست د دفتر د امریت مرستیال حمدالله انس او بل موټروان دی.

د ارګ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر غني د یما سیاوش او د نننۍ پېښې د نورو دوو کسانو وژل غندي.

د افغان ولسمشر یو ویاند صدیق صدیقي پر یما سیاوش برید غندي او وايي، تازه یې حکومت سره کار پیل کړی و.

نوموړی خپل ټوېتر کې لیکلي: "د افغانستان بانک پر کارمن یما سیاوش برید غندم. سیاوش افغان رسنیو کې یو وړ ویاند و."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او نورو افغان چارواکو هم دا برید غندلی دی.

د افغانستان د ملي پخلاینې شورا هم د یما سیاوش وژنه غمجنوونکې پېښه بللې او زیاتوي: "هغه ډېر کلونه د بیان ازادۍ د پرځایښت او پیاوړتیا، ټولنیز عدالت، برابري او سولې او ټیکاو ته کار وکړ."

یما سیاوش هند کې سیاستپوهنه کې تر ماسټرۍ مخکې د طلوع نیوز تلوېزون ویاند او یو پروګرام چلاوه.

د پېښې ویډیو

یما سیاوش

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، د یما سیاوش ګاډی چې اور کې سوځېدلی

د پېښې په ځای کې شوې ویډیو هم ښيي چې ګاډي اور اخیستی او یو مخ له منځه ځي.

دا ویډیو ښيي چې کرولا له یوه څنګلوري(فرعي) سړک د لوی سړک په لور روانه ده چې چاودنه کېږي.

د چارواکو په خبره، چاودنه د یما سیاوش ګاډي پسې د نښتي یا چسپکي ماین له امله شوې ده.

د چاودنې غږ د کابل مختلفو سیمو کې اورېدل شوی دی.

سیاوش

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، یما سیاوش وروستیو له هند سیاسي علومو کې ماسټري وکړه.

پلازمېنه کابل وروستیو اونیو کې د وینلړلو پېښو ډګر دی.

تېره اونۍ پر کابل پوهنتون برید کې ۲۲ زدکوونکي ووژل او تر ۴۰ ټپي شول.

تر هغه مخکې کوثر ښوونیز مرکز کې هم د ځانمرګي برید له امله ۲۴ کسان ووژل او ۵۷ ټپیان شول.

د تېرو دوو پېښو مسوولیت داعش منلی دی.