پر کابل پوهنتون برید؛ امرالله صالح د ۱۳ نیول شویو مسولینو د خوشي کولو امر وکړ

امرالله صالح

د عکس سرچینه، MOI

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح- چې د کابل امنیتي مسوولیت هم په غاړه لري- د هغو دیارلسو مسولینو د خوشي کېدو امر کړی چې په کابل پوهنتون د تېرې دوشنبې د برید مخنیوي کې په ناغېړۍ تورن او نیول شوي وو.

امرالله صالح د پنجشنبې په ورځ له ۱۶مې ناستې وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي د دې کسانو د خوشي کولو خبره یې کړې ده.

د نوموړي په اند، "تر دې دمه په دې اړه څېړنې نه دي بشپړې شوې چې چا پر کابل پوهنتون د برید مخه ونشوه نیولی. "

ښاغلی صالح زیاتوي:"دنده کې د ناغېړۍ په نوم د هېواد د دیارلسو نوم ورکو سرتېرو نیول بې مانا دي او امر مې وکړ چې هغوی دې په درناوي سره بېرته خوشي شي."

امرالله صالح وايي "موږ تر اوسه دا قضاوت نشي کولی چې په دې ځانګړي مورد کې د ناغېړۍ تعریف څه کېدای شي. خو تاسې سره ژمنه کوم چې څه به پټ پاتې نه شي."

د دې پېښې قرباني کورنیو د بې پرې پلټنو غوښتنه کړې او امرالله صالح هم تازه څرګندونو کې ژمنه کوي چې په دې تړاو به له خلکو څه پټ نه کړي.

هغه زیاته کړې چې د ستونزو د حل لپاره ښايي ټول امنیتي سیستم جدي او منتقدانه بیاکتنې ته اړتیا ولري.

پر کابل پوهنتون د برید په مخنیوي کې د ناغېړۍ په تور د ۱۳ امنیتي مسوولینو د نیول کېدو خبر تېره ورځ د کابل امنیه قوماندانۍ ورکړ.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز بي بي سي ته ویلي و په دغو کسانو کې د کابل دریمې امنیتي حوزې امر، جنايي مدیر او د کابل پوهنتون د امنیت څانګې مشر هم شامل دي.

دغه کسان د پوښتنو ګروېږنو لپاره څارنوالۍ ته هم پېژندل شوي دي.

ولسي جرګې ته د امنیتي چارواکو بلل

پوهنتون

د عکس سرچینه، Getty Images

تېره دوشنبه دوه وسلوال د کابل پوهنتون له شمالي دروازې دغه پوهنتون ته ننوتلو سره ۲۲ کسان ووژل او تر ۴۰ نور ټپیان کړل چې ډېری یې محصلین دي.

د دغه برید مسوولیت د اسلامي دولت (داعش) په نوم ډلې په غاړه اخیستی - خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تر دې پېښې وروسته په بیا بیا ویلي چې دا برید طالبانو کړی او دوی په دې اړه کره اسناد او شواهد لري.

ولسي جرګې د چارشنبې ورځې غونډه کې امرالله صالح، د کورنیو او دفاع وزارتونو او ملي امنیت لوی ریاست سرپرستان د پوښتنو لپاره دې جرګې ته ور وبلل.

پوهنتون ته د محصلانو ستنېدل

پوهنتون

له دغه برید دوه ورځې وروسته محصلان د چارشنبې په ورځ پوهنتون ته بیا لاړل.

د کابل پوهنتون مشرتابه پلاوي ویلي په درسونو کې د ځنډ د مخنیوي لپاره سر له نن چهارشنبې (لړم ۱۴مه) پوهنتون بېرته پرانیستی او محصلان دې درسونو لپاره ټولګیو ته حاضر شي.

دوی وايي د پوهنتون بیا پرانیستلو پرېکړه ولسمشر محمد اشرف غني د دغه پوهنتون له مشرتابه، د لوړو زدکړو وزات او امنیتي چارواکو سره ګډه ناسته کې وکړه او ټاکلې د پوهنتون امنیتي تدابیر لا ښه او پیاوړي شي.