پر کابل پوهنتون د 'داعش' برید؛ د ملي ویر په ورځ د دردېدلو لاریون

د کابل پوهنتون پر وړاندې ګڼ شمېر اعتراض کوونکي له شعارونو سره ولاړ ول.

د عکس سرچینه، social media

د عکس تشریح، د کابل پوهنتون پر وړاندې ګڼ شمېر اعتراض کوونکي له شعارونو سره ولاړ ول.
    • Author, ځلا سحر
    • دنده, بي بي سي

نن په افغانستان کې د کابل پوهنتون د برید قربانیانو په درناوي د ملي ویر ورځ ولمانځل شوه. د کابل پوهنتون په پروني وسله وال برید کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي.

د افغانستان بیرغ په ټول هېواد او سیاسی استازولیو کې یې نیمه ځوړند و. همدا راز د کابل پروني برید قربانیان په کابل او ځینو ولایتونو کې خاورو ته وسپارل شول.

همداراز په کابل کې ځینو بهرنیو سفارتونو لکه اروپايي ټولنې او د بریتانیا سفارت له افغانانو سره د خواخوږي او ملاتړ په نښه ه د خپلو هېوادونو نیمه ځوړند بیرغونو عکسونه په خواله رسنیو کې خپاره کړي.

په ورته مهال سلګونو محصلینو او مدني فعالانو د کابل پوهنتون د اصلي دروازې پر وړاندې لاریون وکړ او له دولت یې وغوښتل چې د پوهنیزو او روزنیز مرکزونو امنیت دې ونیسي.

په دې اعتراضونو کې د طالبانو، داعش او د افغانستان دولت په ضد شعارونه ورکړل کېدل.

یو شمېر محصلین په دغه ټولګي کې ووژل شول.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یو شمېر محصلین په دغه ټولګي کې ووژل شول.

په افغانستان کې د خواله رسنیو اکثریت کاروونکو د کابل پوهنتون د برید له قربانیانو سره د خواخوږي لپاره د خپلو پروفایلونه عکسونه تور کړي. د افغانستان د ټلویزیونو او مطبوعاتو یو شمیر خپرونې هم د دغې پیښې لپاره ځانګړي شوې وې.

مظاهره کوونکو له دولت وغوښتل چې د پوهنیزو او روزنیزو مرکزونو امنیت ته پام وکړي.

د ادارې او پالیسۍ پوهنځي د څلورم کال محصله ناهیده مرادي ددې پیښې له ټپیانو ده. دا اوس د کابل په علي اباد روغتون کې بستر ده.

دې بي بي سي ته وویل: "منډي مې وهلي چې ډزې راباندې وکړې په دواړو لاسونو ولګېدم. ډېر ټولګیوال مو شهیدان او ټپیان شول. نور خبره نه یم بی هوښه وم په ځنګله کې لوېدلې وم. یو کس راغی د هلکانو تر لیلې یې یوړم. "

دې د خپل تحصیل هدف ووایه "ما غوښتل چې یوه دنده پیدا کړم چې لږ تر لږه خپل عاید پیدا کړم خو ونه شو غوښتل مې ماسټري وکړم. ټول یې د ملت خاینان دي له موږ څه غواړي، موږ ځوانانو څه کړي. "

پر کابل پوهنتون د وسله والو برید پرون ۱۱ بجې پیل شو او تر ماښامه یې دوام وکړ. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د بریدګرو شمېر درې تنه ښيي چې د محصلینو، استادانو او امنیتي ځواکونو په ګډون ۲۲ يې تنه ووژل او ۲۷ تنه نور یې ټپيان کړي دي. دغه وزارت د ځینو ټپیانو وضعیت نازک بولي او وايي څو تنو یې پرون په روغتون کې ساه ورکړه.

دا هغه اتاق دی چې پروني برید کې سوځېدلی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا هغه اتاق دی چې پروني برید کې سوځېدلی.

نن په کابل، لوګر او ځینو نورو ولایتونو کې د دې پیښې د قربانیانو جنازې وشوې. هغه نجونې او هلکان چې په خپلو ټولګیو کې وژل شوي د ځینو جنازې په خواله رسنیو کې د کورنیو او ټولګیوالو لخوا یې اعلان شوې.

د دې پیښې پړه داعش په غاړه اخستې. خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فیسبوک پاڼه د دې پېښې پړه یو ځل بیا پر طالبانو واچوله. ده لیکلي پرونی برید هغو بریدونو ته ورته دی چې حقاني ډلې له دې وړاندې کړي وو.

طالبانو پر کابل پوهنتون پرونی برید کرغېړن بللی او غندلی یې دی.