داعش ډله وايي پر کابل پوهنتون برید دوی کړی؛ ولسمشرغني: د برید غچ به څو برابره اخلو

د عکس سرچینه، ARG
اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر کابل پوهنتون د برید مسولیت منلی دی.
دې ډلې د یوه انځور په خپرولو چې دوه جنګیالي په کې ښکاري ویلي چې حمله دوی پلان کړې وه، خو د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي برید دریو کسانو کړی و.
افغان حکومت بیا پر کابل پوهنتون د برید په ویر کې سه شنبه په ټول هېوا کې ملي ماتم اعلان کړی. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې سه شنبه به په ټول افغانستان او له افغانستان د باندې د دې هېواد په ټولو استازولیو کې د افغانستان ملي بیرغ نیمه ځوړند وي.
ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پوهنتون د ننه د تېرې ورځې برید بشري ضد جنګي جرم بللی ویلي یي دي هیڅوک به په داسې بریدونو د افغان ولس ارادې کمزوري نه کړي.
وروسته له دې چې پر کابل پوهنتون وسله وال برید پای ته ورسېد، افغان ولسمشرمحمد اشرف غني په یوه ویډیويي پیغام کې د مړه شویو او ټپیانو له کورنیو سره غمشریکي وکړه او د غچ اخیستو خبره یې وکړه.
همدارنګه دولت د همدې پېښې له کبله سبا د ملي ماتم ورځ اعلان کړه.
د افغانستان روغتیا وزارت وايي چې په برید کې ۲۲ کسان مړه شوي او ۲۲ ټپیان دي.
مازدیګر مهال د کورنیو چارو وزارت وویل پر کابل پوهنتون "ترهګریز "برید د دریو وسله والو په وژلو سره پای ته ورسېد.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین په دغه پیښه کې د ۱۹ کسانو وژل کېدو خبره کړې وه خو اوس شمېر ۲۲ ته لوړ شوی. د مرګ ژوبلې په اړه بیا په ټولنیزو رسنیو کې د دغو شمېرو د ډېرښت ادعا کېږي.

ولسمشر غني دا برید "دا "د افغانستان پر عزت، پرمختګ او روښانه راتلونکې برید وباله. ده طالبان "ترهګریزه ډله "وبلله او ویې ویل چې د دغه ډول "بریدونو په ترسره کولو د دې ولس ارادې نه شئ کمزورې کولی. "
د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتو کابو شپږ ساعته دوام وکړ.
پر کابل پوهنتون برید له ځان سره پراخ غبرګونونه هم لرل، د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح دغه برید یو استخباراتي ناکامي او انساني غمیزه یاده کړې ده.

ولسمشرغني په مستقیم ډول یوې ډلې ته نه خو دده په وینا د افغانستان دښمننانو ته یې وویل چې "بې غڅه نه پاتې کېږئ
د دې سپېڅلو وینو غچ به موږ څو چنده درنه واخلو ".
د کابل پوهنتون مرستیال فیصل امین د برید په پیل کې بي بي سي ته وویل، د پوهنتون له شمالي دروازې د حقوقي ستاج پر ودانۍ برید شوی دی. "د لوړو زدکړو وزارت له دروازې محصلان باسو، وضعیت ګډوډ دی، نن موږ اته زره محصلان درلودل."
نوموړي زیاته کړه چې د پوهنتون انګړ کې د هلکانو او نجونو له لیلیو هم کسان اېستل شوي دي.

دا پېښه په داسې مهال ده چې کابل پوهنتون کې د افغان او ایراني خپرونکو د کتاب نندارتون پیلېده.
د افغانستان د طلاعات او کلتور وزارت مرستیال شیوای شرق خپل فیسبوک کې لیکلي:"له ویناوو وروسته ټاکلې وه چې نندارتون پرانیستل شي، خو ځانمرګي پوهنتون ته ننوتل او جګړه پیل شوه."
وسلوالو طالبانو دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. کومې بلې ډلې لا د برید مسوولیت نه دی منلی.

غبرګونونه
ګڼ شمېر افغانانو او بهرنیانو پر کابل پوهنتون برید غندلی او د جګړې او تاوتریخوالي د درولو غږ یې کړی.
پر خواله رسنۍ ډېر هغه عکسونه خپاره شوي او غبرګونونه پرې ښودل کېږي چې پر کابل پوهنتون د ننني برید په ترڅ کې محصلین ښيي چې په وینو لړلي، ترهېدلي ژاړي او یا هم خپل وژل شوي همټولګیانو ته اوښکې تویوي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل پوهنتون برید "ترهګریز " او د افغانستان "د سولې او ټیکاو دښمنانو نه بخښل کېدونکی جنایت " بللی دی. هممهاله یې په افغان جګړه کې له ټولو خواو غوښتي چې "د خلکو له وژل کېدو د مخنیوي " له پاره دې ژرترژره د سولې خبرو اترو بریالي ته کولو پام ور واوړوي.

په افغانستان کې د ناټو غیرپوځي استازي استفانو پونتیکورو، پر ټویټر لیکلي چې پر کابل پوهنتون وینلړلی برید په کلکو ټکو غندي. ده لیکلي، دا په لسو ورځو پر پوهنیزو ادارو دوهم برید دی. ښاغلي پونتیکورو لیکلي ناټو په کلکه له تاوتریخوالي د مخنیوي د هر راز هڅو ملاتړ کوي.
په کابل کې د پاکستان سفارت هم پر دې پېښه خپله خواشيني څرګنده کړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ مشر منظور پښتین د كابل پوهنتون د بريد د قربانيانو كورنيو ته د "خپلې غمرازۍ مراتب " وړاندې کړي. ده دغه بريد په سختو ټکو غندلی او له افغانانو یې غوښتي چې "د سولې ټینگښت لپارہ هڅې وکړي ".









