غزني کې ازاد خبریال رحمت الله نېکزاد ووژل شو

د عکس سرچینه، Sm
د افغانستان په غزني ولایت کې خبریال او ژورنالېستانو ټولنې مشر رحمت الله نېکزاد بېګا ماښام د وسلوالو په برید کې ووژل شو.
د غزني ولایت ویاند واحد الله جمعه زاده بي بي سي ته ویلي دي چې ښاغلی نېکزاد د نا مالومه وسلوالو له لورې تېر مازدیګر داسې مهال په ډزو وژل شوی چې له کوره جومات ته روان و.
ځینې سرچینې وايي، نېکزاد د خپل کور مخ ته وژل شوی دی.
د غزني ملکي روغتون مشر ډاکتر باز محمد همت بي بي سي ته ویلي چې د رحمت الله نېکزاد جسد دغه روغتون ته وروړل شوی وو او پر ځان یې د څو مرمیو نښې ښکارېدې.
تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او وسلوالو طالبانو هم خپل ټوېټر کې پر رحمت الله نېکزاد برید غندلی دی.
رحمت الله نېکزاد له شلو کلونو راپدې خوا په غزني ولایت کې د خبریال په توګه دنده ترسره کوله. هغه د الجزیره شبکې په ګډون له بېلا بېلو بهرنیو او کورنیو رسنیو سره همکاري لرله.
ښاغلی نېکزاد له تېرو دوو کلونو راهیسې د غزني د خبریالانو ټولنې مشري هم کوله.
غبرګونونه

د عکس سرچینه، Abubakermatar Hamdan
د نوموړي د وژلو په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه پېښه غندلې او د رسنیو ټولنې پر کارکوونکو برید یې د بیان پر ازادي برید او بشري جنایت بللی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي ښاغلي غني امنیتي ارګانونو ته د دغې پېښې د څېړلو او د عاملانو په سزا رسولو لارښوونه کړې ده.
له دې سره یو ځای د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله هم په یوه خبرپاڼه کې د رحمت الله نېکزاد پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده چې دا کار دوښمن د بیان ازادي له وېرې کوي.
ښاغلي عبدالله وړاندې ویلي دي چې په وروستیو کې د خبریالانو او رسنیزو څېرو پرلپسې وژنې د منلو نه دي او ټینګار یې کړی چې د وینا ازدي به تل خوندي وي.
د خبریالانو ملاتړې ادارې څه وايي؟
افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړې اداره یا نۍ بیا د خبریالانو د وژل کېدو له امله حکومت ملامت بولي چې ګنې د رسنیو د کارکوونکو امنیت نه شي خوندې کولی.
دغې ادارې په خبرپاڼه کې له حکومت غوښتي چې د خبریالانو امنیت ته پام وکړي او که یې غوښتنه ونه منل شي، پر داسې عمل به لاس پورې کړي چې په خبره یې د حکومت په ګټه به نه وي. خو د دغه ګواښ په تړاو یې نور جزییات نه دي ورکړي.
د بې پولې خبریالانو ټولنه هم د رحمت الله نېکزاد وژنه هدفي برید بولي او غندي یې.
دا اداره له افغان حکومت او د ملګرو ملتونو امنیت شورا غواړي چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب لپاره سخت ګامونه پورته کړي.
د خبریالانو وژنه
په افغانستان کې په ورستیو څو اوونیو کې پر خبریالانو په بې سارې توګه بریدونه ډېر شوي دي.
څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې خبریاله ملاله میوند په ډزو ووژل شوه.
شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې په هلمند کې افغان خبریال الیاس داعي د نښلېدونکې ماین په چاودنه کې ووژل شو.
له هغه وړاندې په ورته پېښه کې د یوه خصوصي ټلویزیون پخوانی ویاند یما سیاوش هم وژل شوی وو.
په ټولنیزو رسنیو کې هم د خبریالانو وروستیو وژنو غبرګونونه راپارولي دي.










