افغان خبریال الیاس داعي په چاودنه کې ووژل شو
د افغانستان جنوب هلمند کې نن یو افغان خبریال يوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی. الیاس داعي د ازادۍ راډيو خبریال و. چارواکي وايي چاودنه د چسپکي يا نښلېدونکي بم وه. افغانستان کې د خبریالانو ملاتړې ادارې ویلي الیاس داعې ته له دې وړاندې پرله پسې ګواښونه شوي وو. دغه ادارې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي د خبریالانو ژوند ته دې ګواښونه نه جوړوي. د شمېرو له مخې دا روان زېږيز کال شپږم افغان خبریال دی چې وژل کېږي، او دغه هېواد کې د نښلېدونکو بمونو چاودنې يوه جدي امنيتي ننګونه شوې ده. دا لا روښنه نه ده چې دا بريد چا کړی. صابرعزیز له کابله پرې راپور لري.