د خبریالانو ملي ورځ؛ راتلونکې ته اندېښنې ډېرې شوي

افغانستان

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، تېرو دوو لسیزو کې لسګونه افغان خبریالان وژل شوي دي.
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځې له لمانځنې سره هممهاله د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره، نی، په دغه هېواد کې د خبریالانو د امنیتي حالت، سیاسي پیچلتیا او په راتلونکې کې د بیان ازادۍ په اړه سخته اندېښنه ښيي.

دغه بنسټ وايي ۱۳۹۹ کال له تېرو شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی وو، چې سربېره پر هدفي وژنو لسګونه خبریالان خپلو دندو پرېښودلو ته مجبوره شوي او یا یې هېواد پرې ایښی.

یو شمېر خبریالان بیا وايي د بېلابېلو خواوو په وېره او له کوم اغېزمن ملاتړ پرته کار کوي.

ایمل زهیر، په ننګرهار کې د خبریالۍ دنده لري، چې یو شمېر ولسوالۍ یې ناامنه دي.

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د یوې رسنۍ خبریالانې ووژل شوې. ښاغلی زهیر وايي، په دغه ولایت کې پر خبریالانو پرله پسې بریدونو د خبریالانو لپاره فضا له وېرې ډکه کړې ده.

د جلال اباد په ښار کې د انعکاس ټلویزیون درې خبریالانې په ډزو وژل شوې وې.، تر هغه وړاندې د دې ټلویزیون یوه بله خبریاله ملاله میوند هم وژل شوې وه.

په بېلابېلو ولایتونو کې د خبریالانو هدفي وژنو چې په زیاتره پېښو کې یې عاملین لا معلوم نه دي، اندېښنې ډېرې کړې دي.

اجمل ارین چې د افغانستان په شمال ختیځ کې خبریال دی وايي، د خبریالانو د هدفي وژنو په ډېرېدو سره اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی او خبریالان نه شي کولای د ښارونو له مرکزونو ووځي.

خبریالان

د ښاغلي ارین په وینا حکومتي مسؤلین هم هغه شان چې اړتیا ده له خبریالانو سره معلومات نه شریکوي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره، نی ،وايي په روان کال کې ۱۲ تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په ځانګړې توګه په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.

د دغه بنسټ مشر مجیب خلوتګر وايي د ننګونو او امنیتي اندېښنو له کبله شاوخوا ۲۰۰ تنو خبریالانو له دندو استعفا کړې او ۵۰ تنه نور چې خبریلانې هم پکې دي له هېواده وتلي دي.

ښاغلی خلوتګر د خبریالانو د نه ملاتړ او د هغوی د امنیت نه ساتلو په برخه کې د حکومت پر تګلارو نیوکه کوي او د رسنیو راتلونکې ناڅرګنده بولي.

د کب ۲۷ په افغانستان کې د خبریالانو له ملي ورځې سره برابره ده چې څه باندې څلوېښت کلنه جګړه پکې روانه ده. هغه جګړه چې خبریالان یې هم له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.

د روانې لمریزې پېړۍ په وروستي کال کې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۲۰ پېښې ثبت شوې او شاوخوا ۵۰ رسنیو خپلې چارې درولې دي، اوس د خبریالانو سترګې د سولې خبرو او د حالاتو ښه کېدو ته دي، که پایله ولري نو ارامي به وویني.