د طالبانو د واک او شتون په سيمو کې
افغانستان کې جګړه اوس د امريکا تر ټولو اوږدو جګړو څخه بلل کېږي. خو د پای ته رسولو په موخه یې تېرو څو مياشتو کې امريکايي چارواکي له طالبانو سره په خبرو لګيا دي. ولسمشر ټرمپ هم له پنټاګون يا خپل دفاع وزارته غوښتي، پر داسې لارو چارو دې غور وکړي، چې له مخې یې د امريکايي ځواکونو ايستل پيل شي. نو په اړه یې افغانستان کې غبرګون څه دی، او دغه هېواد دې ته چمتو دی او يا يې وس لري، چې خپل امنيت په خپله خوندي کړی شي؟ بي بي سي له ځانګړو افغان ځواکونو سره مله شوې.