کورونا ویروس: دوه خبریالان څنګه لادرکه شول؟

د عکس سرچینه، Youtube
دوی دواړه د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې خبریالان وو او د کورونا ویروس د حقیقت په اړه به یې معلومات خپرول.
دواړو له دغه قرنطین شوي ښاره ویډیوګانې، انځورونه او کیسې خپرولې. خو اوس دوی لادرکه شوي او ځای ځایګی یې معلوم نه دی.
فانګ بېن او چېن قویشي دواړو پریکړه کړې وه چې د هوبي ولایت د مرکز ووهان له کړکېچه به خلک خبروي او ددې ناروغۍ په اړه -چې هرڅه مومي- له خلکو سره به یې شریکوي. پر چينايي خواله رسنیو د دوی ویډیوګانې زرګونه کسانو کتلې، خو اوس د دوی چینل درېدلی او مینه وال یې ویرېدلي چې دوی ولې لادرکه شوي وي؟
فانګ بېن څوک و؟
د ووهان ښار سوداګر فانګ بېن د کرونا ویروس د ريښتیني وضعیت په اړه ویډیوګانو خپرول پیل کړل او په دې برخه کې ډېرې هلې ځلې کولې. هغه خپله لومړۍ ویډيو په یوټوب کې د جنورۍ پر ۲۵ خپره کړه. د ده دغه ویډيو په چین کې بنده کړای شوې خو په نورو هېوادونو کې د فلټر ماتوونکو پروګرامونو (VPN) پر مټ کتل کېدای شي.
د نوموړي څو لومړنۍ ویډیوګانې یوازې زر کسانو کتلې، چې دی به په خپل ګاډي کې د ښار شاوخوا ګرځېده او د بېلابېلو ځایونو د وضعیت په اړه به یې خبرې کولې. خو د فبرورۍ په لومړۍ ورځ ده یوه بله ویډیو خپره کړه چې خلکو ته جالبه وه او په لنډ وخت کې څه باندې ۲۰۰ زره کسانو وکتله. په ويډیو کې ښاغلي بېن داسې صحنه ثبت کړې وه چې پکې ښکارېدل، د ووهان د یوه روغتون مخې ته په یوه ګاډي کې اته تابوتونه ايښي دي.
نوموړي ادعا کړې وه چې د دې ویډیو له خپرېدو وروسته په همغه شپه پولیس د ده کورته ورغلي وو او له ده یې د دې ويډیو په اړه پوښتنې کولې. پولیسو هغه له ځان سره بیولی و. هغه ته يې خبرداری ورکړی و خو وروسته بېرته خوشې شو.
د فبرورۍ په ۹مه هغه یوه بله ۱۳ ثانیې ویډیو خپره کړه چې پکې ویلي یې وو: "ټول خلک بغاوت کوي، د حکومت ځواک بېرته خلکو ته ورکړئ."
له دې ویډيو وروسته د هغه چینل کې فعالیت درېدلی دی.
چېن قویشي څوک و؟
چېن پخوانی مدافع وکیل او اوس په یوه ویډیو ژورنالیست بدل شوی و. دی له وړاندې د یوه مدني فعال په توګه پېژندل شوی کس و. چېن قويشي په تېر اګست کې د هانکانګ لاریونونو ته د پوښښ ورکولو له امله ډېر مشهور شو. خو د نوموړي د ادعا له مخې، کله چې بېرته خپل هېواد ته ستون شو، چینايي چارواکو ځورولی و. په چینايي خواله رسنیو کې د هغه اکاونټونه - چې شاوخوا ۷۰۰ زره مینه وال یا څاروونکي یې لرل- له منځه وړل شوي وو. خو له دې سره سره هغه غلی پاتې نه شو.
په تېر اکتوبر کې قویشي په یوټوب کې چېنل پرانیست چې تر اوسه ۴۰۰ زره ګډونوال یا سبسکرایبران لري. بلخوا په ټویټر کې هم ۲۶۵ زره ګډونوال لري.
ده د روان کال د جنورۍ په ورستیو کې پرېکړه وکړه چې د کورونا ویروس د خپرېدو مرکزي سيمې ووهان ښار ته لاړ شي او د خرابېدونکي وضعیت په اړه رپوټونه ورکړي. هغه په یوټوب کې په خپله لومړۍ ویډیو کې ویلي وو: "زه به خپله کمره ددې لپاره وکاروم چې هلته روان وضعیت مستند کړم."

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه د ووهان بېلابېلو روغتونو ته ورغلی و، د ناروغانو وضعیت یې کاته او له دوی سره به یې خبرې کولې. هغه پوهېده چې دا کار به یې له ګواښ سره مخ کړي.
د روانې میاشتې په لومړیو کې چېن قويشي د بي بي سي خبریال جان سډورډ ته ویلي وو، نه پوهیږي چې څومره وخت به دې کارته دوام ورکړای شي.
ده ویلي و: "سانسور ډېر پیاوړی دی او هغو خلکو اکاونټونه به بند کړای شي چې زما مطالب خپروي."
خو د فبرورۍ په ۷مه، د هغه په ټويټر کې- چې اوس یې ملګري ورته چلوي- د هغه د مور د خبرو یوه ویډیو خپره شوه چې وايي، زوی یې یوه ورځ وړاندې لادرکه شوی دی.
د ښاغلي قویشي ملګري ژو ژیودانګ وروسته په یوټوب کې د یوې ویډیو په خپرولو ادعا وکړه چې ملګری یې په زور قرنطین کړای شوی دی.
چینايي چارواکو د دوی په اړه څه ویلي؟
چینايي چارواکي د دوی په اړه چوپه خوله دي او تراوسه په دې تړاو معلومات نه دي خپاره شوي چې دغه دوه خبریالان چېرې دي او که قرنطین شوي وي نو کله به خوشي شي.
د بښنې نړیوال سازمان څېړوونکي پټرېک پون ویلي، تراوسه جوته نه ده چې چېن او فانګ پولیسو نیولي او که په زور قرنطین شوي دي.
دی زیاتوي، چینايي چارواکي باید لږ تر لږه د دوی کورنۍ ته ډاډ ورکړي او اړیکه ورسره ونیسي.








