له غور سره د ولسمشر د دریو لویو پروژو ژمنه؛ خو یوه هم عملي نه شوه

پوره یو کال وړاندې په غور کې پراخ لاریون وشو. موخه یې غور ته د حکومت د پام وراړول و. د هماغې ورځې پر ماښام ولسمشر محمد اشرف غني د ویډیو کنفرانس له لاری وویل چې حکومت به د غور د وضعیت د بدلولو لپاره اقدام کوي.
اوس د غور مدنی فعالان وایي له دریو لویو ژمنو یوه هم نه ده پوره شوې.
د غور د مدني ټولنې فعال حسن حکیمي وایي تر ټولو لویه غوښتنه د هرات او کابل سره د غور د نښلوونکې لارې د جوړولو د کار پيل و.
د ښاغلی حکیمي په وینا، سړک ځکه تر ټولو مهمه غوښتنه ده چې د دغه ولایت سره د نورو ولایتونو هېڅ نښلوونکې لاره نه ده جوړه شوې او د غور په لرې پرتو سیمو کې په ژمي کی خلک د خوراک او سونتوکو د کمښت او د بیو د لوړېدو سره مخامخېږي:
ښاغلی حکیمي وایي: "د مرکزي سیمو سړک چې د افغانستان په ختیځ- لویدیځ دالیز مشهور دی غور د هرات او بامیان او دایکندي او وردګ او کابل سره نښلوي د دې سړک جوړولو د غور د خلکو تر ټولو مهمه غوښتنه ده چې شل کاله کېږي غږ پورته کوو. په وار وار مرکزي دولت ژمنې کړې خو عملې شو نه دي. ولسمشر محمد اشرف غني د خپل حکومت په پيل کې هم ژمنه کړې وه چې زه به د مرکزي سیمو جغرافیاې زندان له منځه وړم".
د دې ترڅنګ ټاکل شوې وه چې د غور د مرکز لپاره د پنځه میګاواټه سولري برېښنا د تولید زمینه برابره شي، خو تر اوسه خلک له دولتي جنریتره له ماښامه پنځه ساعته برېښنا یو کیلوواټ په ۲۵ افغانۍ ترلاسه کوي په داسې حال کی چې هرات کې یې قیمت ۵ افغانۍ دی.

د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي وایي:
"د سولري برېښنا موضوع چې ژمنه شوی وه په یوه کال کې به بشپړه شي – ویل شوي و چې په ۱۳۹۷ کال کې بشپړه شي خو اوس درې کاله کېږي چې دا ژمنه شوې خو کار نه دی شوی. موږ تمه لرو چې حکومت د خپلو هغو ژمنو د عملي کولو لپاره چې له خلکو سره یې کړې مسئولانه کار وکړي. که داسې وشي نو خلک به د حکومت او چارواکو پر خبرو باور وکړي".
د غور د خلکو یوه بله مهمه غوښتنه دا وه چې جام اته سوه کلن څلی د بیارغاونې لپاره عملی کار پيل شي.
دا څلی چې اویا کیلومتره د غور له مرکزه ختیځ خوا ته د جام په کلي کې موقعیت لري په وروستیو کلونو کې په پرله پسې توګه د سېلابونو د بهېدو او طبیعي پېښو له کبله له خطر سره مخامخ دی.
په ولسي جرګه کې د غور د خلکو یو استازی کرام الدین رضازاده وایي یو ځل بیا له حکومته غواړي چې دې برخې ته پام وکړي.

ښاغلی رضازاده وايي، د ۱۴۰۰ کال د بودیجې په سند کې هم غور ته چندان پاملرنه نه ده شوې:
"له بده مرغه هغه څه چې په غور کې د سړک او برېښنا او لرغونو آبداتو په برخه کې زموږ اړتیا وه د ۱۴۰۰ کال د بودیجې په سند کې په پام کې نه دي نیول شوي. موږ په ۱۳۹۹ کال کې د سړک له پروژو شرکتونو ۱۵۰ یملیونه افغانۍ شرکتونو کار کړی او حکومت یا د ټولګټو وزارت پوروړی دی. سږ کال له بده مرغه د ۱۴۰۰ کال د بودیجې په سند کې سل میلیونه افغانۍ راغلې".
غور د افغانستان په مرکز کی په غرونو کې کلابند ولایت دی او خلک یې له دایمي بېوزلۍ سره مخ دی.
د غور د خلکو دا شکایتونه مو د افغانستان جمهوري ریاست د ویاند له دفتر سره شریک کړل.
د ولسمشر د ویاند مرستیال وویل، په دې اړه مالومات راغونډوي، خو تر دوو اونیو انتظار او څو ځله اړیکو نیولو وروسته مو هم ځواب ترلاسه نه کړ.
د غور مرکز نسبتاً ارام دی، خو ډېری نا امنه ولسوالۍ لري او د خلکو اقتصادي اکمالات هم هر کال له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخامخېږي.










